د اسوشیټیډ پریس د رپوټ پر بنسټ، د چین بهرنیو چارو وزارت پرون چهارشنبه، پر امریکا او ناټو تور لګولی، چې له افغانستان د ځواکونو ژر ایستلو سره یې دغه هېواد (افغانستان) کې ماتې کړې.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ژاوو لیجیان په یوه خبري کنفرانس کې ویلي:«له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل، د افغانستان خلکو ته د ټیکاو او پراختیا مهم فرصت برابروي.»
د چین د چارواکو دا خبرې داسې مهال دي، چې د چین د بهرنیو چارو وزیر پرون د چین په شمالي ښار تیانجین کې، د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو یوه پلاوي سره کتلي دي.
له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتلو سره، د چین او طالبانو اړیکې نیږدې شوې دي.
د امریکا ولسمشر ویلي، چې د راروانې اګېسټ میاشتې تر ۳۱ مه به، ټول امریکایي سرتېري له افغانستانه ووځي، چې دې چارې ته د امریکا د سټراټيژیک اصلي سیال چین پام شته.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چین تمه لري، چې طالبان د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ سره پرېکنده چلن وکړي، هغه غورځنګ چې په سینکیانګ ایالت کې د خپلواکۍ په لټه کې دی.
له دې سره چین لېوال دی، چې طالبان د سولې جدي مذاکراتو یا هم د تاوتریخوالي کمولو ته وهڅوي، خو په دې هکله د کومې مشخصې غونډې څه نهدي ویل شوي.
چین او افغانستان د واخان په دره کې ګډه پوله لري او له ډېرې مودې راهیسې چین اندېښنه لري، چې ګنې له افغانستانه به اسلامپالې ډلې سینکیانګ ایالت ته ځانونه ورسوي.