Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ترکیه له ایران سره پوله کې دېوال جوړوي

افغانستان کې ناامنۍ سره، ګڼ افغانان په غیرقانوني توګه نورو هېوادونو ته روان شوي، چې اوس ترکیې پرېکړه کړې، چې ایران سره پوله کې د ۲۹۵ کیلومټره په اوږدوالي دېوال جوړ کړي، چې ترکیې ته د غیرقانوني کډوالو د اوښتو مخنیوی وکړي.

په زرګونه افغانان په غیرقانوني لارو لومړی ترکیې او بیا اروپایي هېوادونو ته ځانونه رسوي.

تېر میلادي کال کې ایران سره د ترکیې پوله کې، ترکیې ۱۰۵ زره غیرقانوني کډوال نیولي وو او اوس یې په تېرو اوو میاشتو کې ۵۵ زره غیرقانوني کډوال نیولي دي.

د ترکیې کورنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې تېرو درېیو اوونیو کې یې ایران سره پوله کې پروت ولایت وان کې ۱۶۰۰غیرقانوني افغان کډوال نیولي دي.

د ترکیې د وان ولایت والي امین بلمیز ویلي:«هغه پناه‌غوښتونکي چې موږ تېر کال په پوله کې نیولي وو، شمېر یې ۱۰۵ زور ته رسېږي. سږکال مو تراوسه ۵۵ زره غیرقانوني کډوال نیولي دي.»

ترکیه وایي، د سږني میلادي کال تر ختمېدو به ۶۴ کیلومټره دیوال اوچت کړي، چې د غیرقانوني کډوالو مخنیوي لپاره یو لوی ګام دی.

د وان ولایت والي بلمیز دا هم ویلي:« هغه غیرقانوني کډوال چې غواړي دلته راشي، زموږ سیمې ته هېڅ د راتلو اجازه نه‌لري. موږ هغوی سره قانوني چلن کوو او اوس اوس پولیس د هغو کورونو د معلومولو په لټه کې دي، چې د انسان قاچاقبرانو په‌کې غیرقانوني کډوال پټ کړي دي او دغه کورونه به ویجاړ شي.»

تېره میاشت د افغانستان، ترکیې او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو په خپلمنځۍ غونډه کې د نورو مسایلو خوا کې، د غیرقانوني افغان کډوالو د تګ په مخنیوي هم خبرې کړې وې.

د افغانستان نامعلوم راتلوونکي له کبله، په زرګونه افغانان اړ شوي، چې د ترکیې په ګډون نورو هېوادونو ته کډوال شي.

شریک یي کړئ