Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د نظر محمد خاشه د ژوند کیسه

د نظر محمد خاشه خپلوان وایي، خاشه په رسنیو کې د خپلو ټوکو ټکالو د خپرولو لېوالتیا نه‌لرله، خو د خلکو ورسره مینه وه.

نظرمحمد خاشه چې په خاشه‌ځوان مهشور وو، څو ورځې وړاندې طالبانو د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې وواژه.

د خاشه‌ځوان وژنې ته په کور دننه او بهر سخت غبرګونونه ښودل شوي دي.

کابل کې د امریکا سفارت، پخواني ولسمشر حامد کرزي، نورو سیاستوالو او ګڼو بهرنیو بنسټونو د خاشه‌ځوان قتل غندلی دی.

خو خاشه څوک وو او ولې یې قتل ته سخت غبرګونونه وښودل شول؟

خاشه‌ځوان په کندهار کې مشهور ټوکي وو. عمر یې تر ۶۰ کالو زیات وو خو د تېرو ۴۰ کالو راهیسې یې په کندهار کې خلک په خپلو ټوکو ټکالو خندول.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست محمد قاسم وفایي‌زاده ویلي:«خاشه د داسې یوه کس په توګه چې د جګړې دې سختو شرایطو کې یې هېوادوال خندول او داسې ټوکي او هنرمند چې طالبانو په شهادت رسولی،
نو دا له هنر سره دوښمني ده.»

د کندهار یوه اوسېدونکي عیسی‌خان د خاشه په هکله ویلي:«خاشه‌ځوان داسې څوک وو، چې د خلکو پر شونډو یې خندا راوستله.»

خاشه‌ځوان هېڅ لیک لوست نه‌شوای کولی خو مینه‌وال یې وایي، د دغه ټوکي، ټوکې ټکالې نه‌شي هېرولی.

د نظرمحمد خاشه کورنۍ طلوع‌نیوز ته ویلي، په کومه ورځ چې طالبانو خاشه ونیو، نو بیا یې مړی په ډنډ ولسوالۍ کې یوه قومي مشر ته سپارلی وو.

خواله رسنیو کې د هغې شېبې تصویرونه خپاره شوي، چې خاشه‌نیول شوی دی او وهل ډبول کېږي.

فرهنګپال وایي، خاشه‌ځوان سره د طالبانو چلن غیرانساني او وژل یې صحرايي محکمه ده.

یوه هنرمند محمد صادق سرمست‌زاده ویلي:« د مشهور کندهاري ټوکي محمد نظر خاشه پر مخ څپېړه، د افغانستان د ټولو خلکو پر مخ څپېړه ده او انسانیت ته سپکاوی دی.»

د خاشه ګڼ دوستان د ده له قتل وروسته ګواښل شوي او له همدې ویرې یې طلوع‌نیوز ته سره خبرو ته زړه ښه نه‌کړ.

وړاندې د طالبانو ویاند طلوع‌نیوز ته ویلي وو، چې خاشه‌ځوان پولیس وو او طالبانو ته یې سپکاوی کړی.

د طالبانو ویاند ویلي وو، چې د خاشه‌ځوان د وژنې څرنګوالی څېړي.

خو د خاشه کورنۍ وایي، خاشه‌ځوان پولیس نه وو او چې نظامیان یې په ټوکو خوشاله‌ کول نو هغوی به پیسې ورکولې او په همدې یې ژوند چلاوه.

له خاشه اوه اولادونه پاتې شول چې په کندهار کې د خاشه د زېږدو ځای کې ژوند کوي.

شریک یي کړئ