Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

"تاجکستان سره د بدخشان سرحدي سیمو کې بهرني وسله‌وال دي"

چین ته د طالبانو د یوه پلاي له سفر سره سم، د چین بهرنیو چارو وزارت تمه ښودلې، چې دغه ډله دې، د ختيځ ترکستان ډلي په څېر نورو ترهګرو ډلو سره مبارزه وکړي.

ولسي جرګې کې د بدخشان د خلکو پخوانۍ استازې فوزیه کوفي ادعا کوي، چې تاجکستان سره د بدخشان سرحدي سیمو کې بهرني وسله‌وال شته او ان کورنۍ یې هم دي.

مېرمن کوفي وایي، که په بدخشان کې د بهرنیو وسله‌والو د حضور ډېره موده وشي، نو هېواد کې به ګواښونه ډېر شي.

فوزیې کوفي ویلي:« اوس تر بل هر وخت د بهرنیو وسله‌والو د تګ راتګ اسانتیا ډېره شوې، دې ته په پام چې سرحدي او ستراتیژیکې سیمې له بده مرغه د طالبانو په ولکه کې دي.»

د ازادۍ راډیو د رپوټ پر بنسټ، تاجکستاني وسله‌وال، د بدخشان په کوف‌آب، شیکي، نُسۍ، مایمۍ او خواهان ولسوالیو کې دي، چې مشري یې تاجکستانی وګړی شریفوف کوي او په مهدي ارسلان مشهور دی.

په همدې حال کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي شویګو خبرداری ورکړی چې که له افغانستانه منځنۍ اسیا ته ګواښ پېښ شو، اقدام به کوي او په لومړي ګام کې به، تاجکستان کې د روسیې له لویو پوځي اډو کار واخېستل شي.

ښاغلي شویګو ویلي:« زموږ د یوه ملګري ګواښېدو په صورت کې به د روسیې د ټولیز امنیت تړون یو غړی غبرګون ښيي او په لومړي ګام کې به، د ۲۰۱ پوځي اډې نه کار اخلو چې افغانستان سره د تاجکستان پوله کې ده.»

د روسیې د دفاع وزیر دا هم ویلي، چې له سوریې او لیبیا د داعش وسله‌وال افغانستان ته تللي دي.

په همدې حال کې چین ته د طالبانو د یوه پلاوي تر سفر وروسته، د چین بهرنیو چارو وزارت تمه ښودلې، چې دغه ډله دې، د ختيځ ترکستان ډلي په څېر نورو ترهګرو ډلو سره مبارزه وکړي.

د چین بهرنیو چارو وزارت ویاند ژاوو لیجیان ویلي:«دا د نړۍوالې ټولنې ګډ مسوولیت دی، چې د ختیځ ترکستان غورځنګ سره مبارزه وکړي. موږ تمه لرو، چې د افغانستان طالبان ترهګرو ډلو ته کرښې وکاږي، هغوی سره پرېکنده او اغېزناک چلن وکړي. خنډونه لېرې کړي، مثبت رول ولري او د سیمې د امنیت او ټیکاو او د همکاریو پراختیا لپاره زمینې برابرې کړي.»

د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ د چیني مسلمانانو نه جوړ دی.

طالبانو له بهرنیو وسله‌‌والو ډلو سره خپلې اړیکې رد کړې دي.

شریک یي کړئ