Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له پرون راهیسې د سلام مخابراتي شرکت کار نه‌کوي

د سلام مخابراتي شرکت مسوولان د دې پخلی کوي، چې د دې شرکت پر تاسیساتو د طالبانو بریدونو کې یې ځینې همکاران وژل شوي او تراوسه ورته میلیونونه ډالر تاوان اوښتی.

د پرون (چارشنبې ورځې د زمري ۶ مې) د ۱۰ نیمو بجو راهیسې، تراوسه په ټول هېواد کې د سلام مخابراتي شرکت کار نه‌کوي.

داسې رپوټونه دي، چې ګنې د سلام مخابراتي شرکت د فعالیت بندېدل، چین ته د طالبانو سفر سره تړاو لري، خو د سلام شرکت وایي، د دې کار لامل تخنیکي ستونزې دي او هېڅ سیاسي موضوع سره تړاو نه‌لري.

مخابراتي شرکتونو کې د سرچینو د معلوماتو له مخې، د روان میلادي کال یوازې درېیو میاشتو کې د مخابراتي شرکتونه ۵۱ ستنې ویجاړې کړای شوي: داسې چې یوازې د هرات شپږو ولسوالیو کې د سلام
مخابراتي شرکت ودانۍ ویجاړې شوې دي او د تورغونډۍ او اسلام‌کلا بندرونو په ګډون اتو نورو ولسوالیو کې د سلام مخابراتي شرکت او د افغان ټیلي کام نوري فایبر پرې دي.

د هرات د مخابراتي خدمتونو رییس عاشق‌الله علیزي ویلي:« په ټولو هغو ولسوالیو کې چې د طالبانو په کنټرول کې دي، موږ دولتي مخابراتي خدمتونه نه‌لرو.»

د فاریاب والي عنایت‌الله کمال ویلي:«فاریاب کې چې کومې ولسوالۍ د طالبانو په کنټرول کې دي، موږ چې خبر یوو، یوې کې یې د سلام مخابراتي شرکت توکي لوټ شوي خو په نورو ولسواليو کې سلام فعال دی.»

په تخار او کندوز کې خلک وایي، د افغان‌بیسیم، اتصالات او ام ټي این مخابراتي شبکې فعالې دي، خو شپه کې یې فعالیت پرې کېږي.

د تخار والي عبدالله قرلق ویلي:«د تېر په شان د شپې له‌خوا یې مخالفین بندوي او اوس هم غیرفعال وي.»

یوه سرچینه وایي، په ولایتونو کې چې کوم مخابراتي شرکتونه فعال دي، د کلونو راهیسې طالبانو ته مالیه ورکوي. اوس چې په ولسوالیو کې د طالبانو حضور پراخ شوی، طالبانو مخابراتي شرکتونو ته ویلي، چې د برېښنا د کارولو پیسې دې هم، دوی ته ورکوي.

 د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې یا اترا ویاند سعید شینواري ویلي:« په هغو سیمو کې چې جګړه ده، مخابراتي شرکتونه ستونزو سره مخامخ دي او د دغو شرکتونو د تاوانونو رپوټونه هم رارسېدلي.»

د رسمي شمېرو پر بنسټ په تېرو څو کلونو کې طالبانو د مخابراتي شرکتونو څه باندې ۱۰۰۰ ستنې ویجاړې کړې دي. ډېرې ستنې تېر کال ویجاړې شوې چې شمېر یې ۳۰۸ ستنو ته رسېږي.

طالبان مني، چې د سلام مخابراتي شرکت او افغان ټیلي‌کام د دوی پوځي موخې دي، ځکه چې په وینا یې د طالبانو له امرونو سرغړونه کوي.
 
خو طالبان هغو مخابراتي شرکتونو سره چې د دې ډلې غوښتنې مني، کار نه لري.

شریک یي کړئ