Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

امریکا ته د امریکا د افغان‌همکارانو لېږد پیل شو

امریکا ته د امریکا د افغان‌همکارانو لومړنۍ الوتنه کې ۲۰۰ افغانان وو، چې امریکا ته رسېدو سره سم، د امریکا ولسمشر یې، د یوه بیان په ترڅ کې هرکلی وکړ.

جوبایډن په یوه بیان ویلي:"نن یوه مهمه شېبه ده، ځکه چې موږ خپله ژمنه عملي کوو، له هغو زرګونه افغانانو ځینې یې امریکا ته راورسېدل چې په تېرو شلو کلونو کې یې امریکایي پوځیانو او ډېپلوماټانو سره یې افغانستان کې خدمت کړی وو."

بایډ‌ن په بیان کې دا هم ویلي، چې دغه افغانان مستقیماً امریکا ته تللی شي، ځکه چې اوس ترې کورني امنیت پوره څېړنې کړې دي.

د امریکا د ولسمشر له‌خوا خپور شوي بیان کې راغلي، چې د دغو کسانو د ویزې او طبي پړاوونه به، د ویرجینیا ایالت فورټلي کمپ کې بشپړېږي او بیا به په امریکا کې نوی ژوند پیلوي.

د امریکا ولسمشر ویلي:"زه د ټولو هغو کسانو مننه کوم، چې امریکا ته د دغو زړه‌ورو افغانانو په هکله یې خبرې کړي. په ځانګړې توګه د ویاړمنو سرتېرو ټولنې منندوی یم، چې تل یې د هغو افغانانو خدمت کړی، چې افغانستان کې یې څنګ کې وو."

بایډن په بیان کې ویلي، که څه هم امریکایي ځواکونه له افغانستانه په وتلو دي، خو د امریکا متحده ایالتونه به، له افغانستان نه ملاتړ کوي – د افغان ځواکونو ملاتړ به کوي، د افغانستان خلکو سره بشرپالې او پرمختیايي مرستې به روانې وې، چې د تېرو ۲۰ کلونو لاسته‌راوړنې هم خوندي وي.

د امریکا ولسمشر ویلي:"موږ به د افغانستان سولې بهیر نه ډېپلوماټیکو هڅو سره ملاتړ وکړو. موږ په افغانستان کې د تاوتریخوالي سملاسي بندېدل غواړو چې د افغانستان خلک وکړای شي سیاسي حل پیدا کړي او عادلانه سوله ټینګه شي."

د امریکا ولسمشر جوبایډن، امریکا ته د هغو افغانانو د لومړۍ جوپې هرکلی وکړ، چې افغانستان کې یې د امریکا حکومت ته کار کړی وو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه