Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هرات کې جګړه؛ الوتنې هم بندي شوي

هرات کې سرچینې وایي، چې طالبانو دغلته د ملګرو ملتونو پر دفتر هم برید کړی دی.

پر هرات ښار د طالبانو د بریدونو پر دویمه ورځ، د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتو زور اخېستی دی.

هرات ښار ته د طالبانو نیږدې کېدو سره، د هرات هوایي ډګر ته الوتنې هم بندې شوې دي.

سرچینې وایي، د طالبانو برید کې د دې دفتر دوه تنه ساتونکي وژل شوي دي. د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ د دې تازه نښتو د مرګ‌ژوبلې کومې شمېرې لا نه‌‌‌‌شته.

د هرات یوه اوسېدونکي عبدالقیوم ویلي:"خلکو خپل کورونه پرېښي دي او نورو ځایونو ته تللي دي. خو طالبان او نورې تروریستې ډلې دې پوه شي، چې د افغانستان ننني خلک، د ۲۰ کلونو پخوا خلک نه‌دي."

د هرات یوه بل اوسېدونکي ولي‌محمد ویلي:" طالبان که مسلمانان وي، رادې شي سوله دې وکړي. طالبان ښځې له کورونو بهر نه پرېږدي، خو مشران یې په قطر کې نجونو سره ډوډۍ او چای خوري."

د تېرو دوو ورځو راهیسې د هرات ښار سویل لامان پله کې نښته راکمه شوې ده.

طالبان د پله هغې غاړې او امنیتي ځواکونو د پله دې غاړې ته دي او یو بل سره په نښته دي.

طالبان له پله نه‌دي راوښتي او امنیتي ځواکونه هم د پله هغې غاړې ته پرمختګ نه‌لري.

د پوځ یوه سرتېري نجیب‌الله ویلي:"طالبان د خلکو له کورونو استفاده کوي نو موږ ملکي خلکو ته د زیان نه رسېدو له کبله‌، پر طالبانو تعرضي عملیات نه‌دي پیل کړي."

د پوځ یوه افسر محمد اسماعیل ویلي:"خلکو ته د زیان نه رسېدو له کبله مخې ته نه ځو. طالبان له کورنو او جوماتونو استفاده کوي او پر موږ بریدونه کوي."

د محمد اسماعیل خان په مشرۍ ولسي ځواکونه هم د امنیتي ځواکونو په څنګ کې، د طالبانو خلاف جنګېږي.

د ولسي ځواک یوه غړي محمد امیري ویلي: "دوښمن تعرض کاوه او موږ د تلفاتو پر واړولو برید ته ځواب ورکړی. د طالبانو څو مړي مو ولیدل چې پاکستانیان وو."

د ولسي ځواک یوه بل غړي سیداحمد ویلي: "له خپلې خاورې، وطن، ننګ او ناموس نه دفاع کوم. د طالبانو خلاف زموږ جهاد روان دی."

حکومت او طالبان یو بل ته د مرګ‌ژوبلې اوښتو ادعا کوي خو جزییات یې نه وایي.

هرات کې اوسنۍ نښتو د هرات خلک اندېښمن کړي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه