Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د جګړې د زیاتوالي له امله له هېواده بهر ته د کډوالۍ زیاتوالی

په هېواد کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د جګړو د زور اخیستو په لړ کې، له هېواده بهر د افغانانو کډوالي زیاته شوې ده.

ډېری افغانان لومړی نیمروز او له هغې ځایه ایران ته ځي. هغه مسافر خونې چې د کابل په کمپنۍ سیمه کې د کابل - نیمروز د لویې لارې په مسیر کې پرته ده  په دغو شپو او ورځو کې له هغو کسانو ډکې دي چې په ولایتونو کې یې خپل کورونه پرېښي دي او د کډوالۍ په موخه کابل ته راغلي دي.

د دغو مسافر خونو څېښتن وايي چې د دغو مسافرو شمېر مخ پر زیاتوالي دی.

د مسافرخونو یو څېښتن وايي چې د ورځې تر ۸۰ تنه چې د کډوالۍ هوډ لري د هغه مسافر خونې ده راځي په داسې حال کې چې له جګړې مخکې په یوه شپه او ورځ کې د هغه مسافر خونه د ۲۰ تنو کوربنه وه:«د مسافرو شمېر زیات شوی دی ښځې هم دي.»
 
د سمنګان اوسېدونکی عبدالمجید درې کاله وړاندې د کابل پوهنتون له زراعت پوهنځي فارغ شوی دی، خو په دې موده کې یې آزاد کار ته مخه کړې او ډېری ورځې یې ورځنۍ لاس ګټه ۳۰۰ افغانۍ وه. دی وایي چې اوس په سمنګان ولایت کې ناوړه امنیتي وضعیت د دې لامل شوی چې همدا عاید هم ونه لري او ایران ته د قاچاقي سفر په تکل راووځي:«کار وي، دولت وي یا ازاد کار وي خو ونه شوه، زرنج مې هم وپېره، خو څوک د طالبانو له وېرې ښار ته نه راځي.»

میرویس له درې ورځې مزل وروسته د جوزجان له آقچې ولسوالۍ نه کمپنۍ ته رسېدلی دی او ټاکل شوې ده تر یوې بلې ورځې پورې له قاچاقي لارې ایران او له هغه ځایه ترکیې ته ولاړ شي:«په اقچه ښار کې وو، وضعیت ښه نه وو؛ په بازار کې نرخونه لوړ شي دي، ورځ په ورځ وضعیت په خرابېدو دی.»
 
حجت الله چې د سمنګان اوسېدونکی دی غواړي په قاچاقي توګه ایران ته له خطرو ډکه لار د ژوند په بیه ومني:«د قسمت خبره ده، یا ژوندي پاتې کېږو یا مرو؛ که چېرې ژوندي پاتې شوو چې یو اندازه پیسې پیدا کړو.» 
 
په دې لړ کې د اسې کسان هم شته چې څو ځله یې پر دې لاره مزل کړی دی او منزل ته له رسېدو پرته بېرته هېواد ته راستانه کړای شوي دي. 

د جوزجان اوسېدونکی زین الدین یو له دغو کسانو دی:«بیې لوړې شوې دي، تراوسه اوه ځله تللی یم بېرته را اړولی شوی یم.» 

دا په داسې حال کې ده چې د ترکیې حکومت په دې وروستیو کې اعلان کړی دی د هغو افغانانو ورتګ خورا زیات شوی دی چې غواړي دغه هېواد ته په ناقانونه توګه دننه شي. انقرې د دغه کار د مخنیوي لپاره له ایران سره پر پوله د دېوال جوړېدل پېل کړي دي.

شریک یي کړئ