Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

قریشي: طالبان به داعش ډله افغانستان کې نفوذ ته پرېنږدي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې افغان طالبان به داعش ډلې ته افغانستان کې د نفوذ اجازه ور نه‌کړي.

قریشي دا هم ویلي، چې افغان ځواکونه دا وس لري، چې افغانستان کې د داعش ډلې خلاف مبارزه وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې "افغانستان کې سوله سیمه کې د ټیکاو اړتیا ده او پاکستان د سیمې له نورو هېوادونو سره په جګړه ځپلي افغانستان کې د پرمختګ، هوساینې او سوکالۍ مشورې کړې دي. "

په همدې حال کې نن ولسمشر غني ارګ کې د کابینې په الکټرونیکي غونډه کې پر طالبانو نیوکه وکړه او ویې ویل:"طالبان نه‌دي بدل شوي او تر هغو چې امنیتي وضعیت نه‌وي بدل شوی، طالبان سوله نه‌کوي. "

ولسمشر غني زیاته کړې: "طالبانو نورو اورپکو ډلو ته افغانستان ته د راتلو اجازه ورکړې ده. "

خو طالبانو تر دې وړاندې له نړۍوالو اورپکو ډلو سره اړیکې لرل رد کړي دي.

بل‌خوا د ولسي جرګې پخوانۍ غړې او د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکراتي ډلې یوې غړې فوزیه کوفي وړمه ورځ ویلي، چې تاجکستان سره د بدخشان سرحدي پولو کې د بهرنیو اورپکو حضور، سیمه کې امنیتي ګواښونه ډېرولی شي.

مېرمن کوفي د دغو ډلو د له‌منځه وړلو لپاره د ژر اقدام غږ کړی دی.

له دې ټولو سره، د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو خبرداری ورکړی، چې که له افغانستانه د منځنۍ اسیا کوم هېواد ته ګواښ پېښ شي، نو دوی به سملاسي غبرګون وښيي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي دا هم ویلي، چې افغان ځواکونه دا وس لري، چې افغانستان کې د داعش ډلې خلاف مبارزه وکړي.

شریک یي کړئ