Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هېواد کې د تېلو او غازو بیې ختلې دي

د تېلو او غازو د شرکتونو ټولنه د پلازمېنې په بازارونو کې د تېلو او غازو د بیو ختل ظالمانه بولي او د سوداګرۍ او صنعت وزارت نه غواړي چې د بیو د ختلو مخنیوی وکړي.

د دغې ټولنې مسوولان وایي، لویو لارو کې ناامنۍ او د کرایو زیاتوالي له‌کبله د تېلو واردات ستونزمن شوي، چې اوس د یوه لیتر تېلو بیه ۶۳ افغانۍ او د یوه کیلو غازو بیه ۶۵ افغانۍ ده.

د افغانستان د غازو او تېلو شرکت کې د وېش امر عبدالقهار صافي ویلي:"بیې ډېر توپیر لري. افغانستان کې د نفتي موادو مافیا ده او بیې راټیټیدو ته نه پرېږدي. پر بازار کنټرول او څار نه‌شته. نو ځکه بیې لوړېږي."

د تیلو او غازو د شرکت مسوولان وایي، چې د تیلو او غازو د بیو ټیټېدو لپاره به ډېر ژر، د دې شرکت په زېرمو کې موجود ۱۷ زره ټنه نفتي مواد، په مناسبه بیه بازار ته راویستل شي.

د شمېرو پر بنسټ، په بندرونو کې د یو لیتر تیلو بیه تر ۴۳ افغانۍ ده خو د پلازمېنې په بازارونو کې د یو لیتر تیلو بیه تر ۶۳ افغانۍ ده.

تېرو شاوخوا دوو میاشتو کې د هر لیتر تیلو بیه تر ۲۰ افغانۍ ختلې، داسې حال کې چې د تیلو او غازو شرکت وایي، د نړۍ په بازارونو کې د نفتي موادو بیې نه‌دي ختلي.

کابل کې د مرتضی په نامه یوه ټکسي چلوونکي ویلي:"دولت کنټرول نه‌لري. سوداګر په خپل زړه بې کیفیته تیل واردوي. نو ښه او خراب تیل په یوه بیه دي."

کابل کې د احمد شبیر په نامه یوه بل ټکسي چلوونکي ویلي:" داسې شرایطو کې چې د افغانستان وضعیت ښه نه‌دی او بیې ختلې دي، دا چاره کسبګرو، کارګرو او ټکسي چلوونکو ته ډېره سخته ده."

د سوداګرۍ او صنعت وزارت تل، له سرغړوونکو سره د قانوني چلن خبره کړې.

د سوداګرۍ او صنعت وزارت ویاند فواد احمدي ویلي:"د سوداګرۍ او صنعت وزارت له هغو کسانو سره چې لومړنیو موادو او په ځانګړې توګه سون‌توکو کې احتکار کوي او د بیو ختلو ته یې ساتي، قانوني چلن کوي. تر خبرداري وروسته به له دغو کسانو د فعالیت جواز اخېستل کېږي او عدلي او قضایي بنسټونو ته به معرفي کېږي."

د تېلو او غازو د شرکتونو ټولنه مني، چې دمګړۍ بازارونو ته یوه برخه تیل او غاز قاچاقي راوړل کېږي.

د تېلو او غازو د واردونکو شرکتونو د ټولنې مسوول حسیب رحیمي ویلي:"د افغانستان بندرونه تر دې مخکې هم سم نه کنټرولېدل. د نفتي موادو قاچاق ترسره کېده. خو اوس چې امنیتي وضعیت داسې دی، چې پر اکثرو بندونو د وسله‌والو مخالفینو کنټرول دی، نو اوس خو پرې هېڅ کنټرول نه‌شته."

دمګړۍ د هېواد په بازارونو کې د یو کیلو مایع غازو بیه ۶۵ افغانۍ ده. داسې حال کې د پلازمېنې بازارونو ته رارسېدو سره د یو کیلو غازو بیه باید ۳۵ افغانۍ وي.

هېواد کې د تېلو او غازو بیې ختلې دي

اوسمهال په پلازمېنه کابل کې د یوه لیتر تېلو بیه ۶۳ افغانیو ته ختلې ده.

شریک یي کړئ