Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په لښکرګاه ښار کې د درنې جګړې دوام

د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې د دولتي ځواکونو او طالبانو تر منځ درنې نښتې پنځمې ورځې ته وغځېدې.

نن د جګړې لومړۍ کرښه مرکزي سیمو په ځانګړي توګه د دغه ښار لومړۍ امنیتي حوزې ته رسېدلې ده او کوڅه په کوڅه جګړه پېل شوې ده.
                          
هلمند کې د مدني ټولنې فعال اخترمحمد بادي زی وايي:«په دې ورځو کې د خلکو کورونه بمبارد شوي دي. د خلکو له کورونو طالبان استفاده کوي او له هغو یې مورچلې جوړې کړې دي.» 

ملي شورا کې د هلمند د خلکو استازي وايي، امنیه قومندانۍ او محبس د طالبانو محاصره کې دي او اوس‎مهال د ولایت مقام او د ملي امنیت ادارې باندې نښتې روانې دي.

د ولسي جرګې غړې شکوفه نورزۍ څرګندوي:«که چېرې دا حالت دوام پیدا کړي، ډېر ژر به د دې شاهد وو چې هلمند به د طالبانو لاس ته ولوېږي. هېڅ ځای نه دی پاتې او ډېر بد وضعیت لري.»

ځایي سرچینې وایي چې له کجکي پرته د هلمند دولس نورې ولسوالۍ او د ښار د لسو امنیتي حوزو له منځه نهه حوزې د طالبانو په لاس کې دي.

له دې سره هم مهاله ملي دفاع وزارت وايي، افغان او امریکايي ځواکونو لښکرګاه کې پر طالبانو هوايي بریدونه کړي دي.

په همدې حال کې د هلمند ایمرجنسي روغتون وايي؛ د لښکرګاه له نښتو څخه ۹ مړي او ۲۸ ټپيان یاد روغتون ته لېږدول شوي دي.

ملي دفاع وزارت وایي چې په لښکرګاه کې د امریکایي او افغان ځواکونو په بریدونو کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

ولسمشر محمد اشرف غني نن د ملي شورا په فوق العاده غونډه کې د وینا پر مهال ټينګار وکړ چې طالبان به د جګړې په ډګرونو کې ماته وخوري:«په پرېکنده او مېړانه له خپل نظام او دولتي ځواکونو ملاتړ وکړئ او دولتي ځواکونو په ملاتړ ولسي بسیج ته هڅه وکړئ.» 

بل خوا د چاریکار ښار په لوېديځ کې د دولتي ځواکونو پر پوستو د طالبانو په برید کې پنځه سرتېري وژل شوي دي. خو په بغلان کې بیا د ولسي پاڅونوالو او پولیسو ترمنځ نښته شوې ده.

 د بغلان د والي ویاند احمد جاوید بشارت څرګندوي:«د پولیسو او د ولسي پاڅون والو ترمنځ غلط فهمي رامنځته کېږي چې په پایله کې درې تنه وژل کېږي او درې تنه نور ټپيان کېږي.»

د امنیتي ځواکونو د شمېرو له مخې په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۴۵۵ طالبان وژل شوي او ۲۳۲ تنه نور ټپیان شوي دي. خو طالبان دې ډلې ته د درنې مرګ ژوبلې اوښتل نه مني.
 
په لښکرګاه ښار کې د درنې جګړې دوام

د هلمند ایمرجنسي روغتون وايي؛ د لښکرګاه له نښتو څخه ۹ مړي او ۲۸ ټپيان یاد روغتون ته لېږدول شوي دي.

شریک یي کړئ