Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هرات کې د جګړې شپږمه ورځ؛ جګړه د ښار څو برخو ته خوره شوې

پر هرات ښار د طالبانو د بریدونو په شپږمه ورځ د ښار په څو برخو کې د دولتي ځواکونو او طالبانو تر منځ سختې نښتې شوې دي.

د هرات امنیتي مسوولین وايي، نن د ښار دويمې، درېیمې، اوومې، څوارلسمې ناحیو کې او د هرات په سوېل کې د انجیل ولسوالۍ په ځينو برخو کې نښتې روانې وې.

د هرات والي عبدالصبور قانع وویل:«هوايي ملاتړ لرو او د هرات ښار په بېلابېلو برخو کې د طالبانو غونډې په نښه شوې دي او همدارنګه څو مورچلې یې هم له منځه وړل شوې دي او طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده. مرستندویه ځواکونه هرات ته رسېدلي دي او ټول عملیاتي ځواکونه سمبال شوي دي. د طالبانو له شتونه د هرات ښار د چان او پاکولو عملیات به ډېر ژر پیل شي.»

د ولسي مقاومت د جبهې مشر محمد اسماعیل خان سره له دې چې له هرات ښار نه د دفاع ډاډ وروکوي، خو له ښځو او سړیو غواړي چې د طالبانو پر وړاندې ودرېږی:«د هرات د خلکو پر ښځو او نرینه وو فرض ده چې، د دغې ناپوهئ او تیارې له لښکر څخه  ځانونه وژغوري. طالبان د تېر پرتله ډېر غرور او ناپوهېږي لري او که چېرې دغه ناپوهان هرات ښار ته راننوتلي وای، خلکو ته به یې دا عذاب ورکړی وای چې ټول خلک به پښېمانه شوي وای چې ولې مو د طالبانو په وړاندې پاڅون ونه کړ.»

د هرات یو شمېر ځوانان چې اوس اوس د ولسي مقاومت له جبهې سره یو ځای شوي دي وایي چې له هرات ښار نه دفاع کوي او اجازه نه ورکوي چې طالبان دغه ښار ته ننوځي.

د ولسي مقاومت جبهې غړی محمد وايي:«که چېرې موږ خپل وطن طالبانو ته پرېږدو موږ له منځه ځوو او زموږ خلک تښتي. اجازه نه ورکوو چې طالبان زموږ هېواد ونیسي او هر څومره چې هڅه وکړی بریالي کېږي نه.»

د ولسي مقاومت جبهې غړی شهریار نظامي هم زیاتوي:«زموږ د جومات ملا امام له طالبانو سره یوځای شوی او له موږ سره جنګېږي. کلونه موږ ورپسې لمونځ ادا کړی او ځان یې ښه انسان ښوده، خو نن زموږ د ځينو ملګرو د ټپي کېدو لامل شو.»

پوځي چارواکي د هرات ښار په جګړو کې طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې د اوښتو خبره کوي. دوی مني چې د طالانو په بریدونو کې نژدې ۱۰۰ تنه دولتي سرتېري او ولسي پاڅونوال وژل شوي او ټپیان شوي دي.

د ولسي مقاومت مشر محمد اسماعیل خان، چې طالبانو سره د جګړې مشري کوي له هراتیانو غوښتي، چې د طالبانو پر وړاندې بسیج شي.

شریک یي کړئ