هرات کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ د څو ورځنیو نښتو وروسته، بېګاه (دوشنبه د زمري په ۱۱ مه) په یوه کمساري ګام سره خلک راپورته شوي وو او د افغانځواکونو په ملاتړ یې د الله اکبر غږ پورته کړ.
سلګونه هراتیان د خپلو کورونو بلیو ته ختلي وو او دا چغه يې وکړه.
په همدې حال کې د هرات سیمهییز چارواکي وایي، چې د هرات ښار بېلابېلو سیمو کې یې د طالبانو خلاف چاڼیز عملیات پیل کړي دي.
د هرات والي عبدالصبور قانع وایي، چې د هرات ښار لوېدیځ لوري کې یې چاڼیز عملیات بشپړ کړي او د ښار سویل کې لا هم عملیات روان دي.
د هرات د د والي په وینا، له کابله هرات ته د نورو ځواکونو په رسېدو سره، ښار کې د طالبانو د مخې ته تګ مخنیوی شوی او د افغانځواکونو ځمکني او هوايي بریدونه هم روان دي.
بلخوا هرات کې د مقاومت جبهې مشر محمد اسماعیل خان سره له دې چې له هرات ښار نه د دفاع ډاډ ورکوي، خو له ښځو او نارینهو غواړي چې د طالبانو خلاف راپورته شي.
پوځي چارواکي د هرات ښار په جګړو کې طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې د اوښتو خبره کوي، خو دا هم مني چې د طالبانو په بریدونو کې نژدې ۱۰۰ تنه دولتي سرتېرو او ولسي پاڅونوالو ته مرګژوبله اوښتې.
له دې ټولو سره ملي دفاع وزارت وایي، هرات کې وروستیو نښتو کې له ۴۰ زیات طالبان وژل شوي دي.
دفاع وزارت زیاته، چې د هرات ښار ځینو سیمو کې یې د طالبانو خلاف چاڼیز عملیات هم بشپړ کړي.
طالبانو تراوسه افغانځواکونو سره نښته کې دوی (طالبانو) ته د اوښتې مرګژوبلې څه نهدي ویلي.
په دې اړه مو اندونه