افغانستان کې د امنیتي وضعیت خرابېدو سره سم، د روسیې او ازبکستان سرتېرو پرون دوشنبه، د افغانستان پولې ته نږدې ګډ پوځي تمرینونه پیل کړي دي.
د ټاسا خبري اژانس د رپوټ پر بنسټ، د ازبکستان په ترمز کې شاوخوا ۱۵۰۰ روسي او ازبکستاني سرتېرو د دواړو هېوادونو په پینځه ورځني ګډ پوځي تمرین کې برخه اخېستې.
دا په داسې حال کې چې روسیه اندېښنه لري، چې ګنې په افغانستان کې د وضعیت لا خرابېدو سره به، وضعیت په مرکزي اسیا کې هم خراب شي.
په همدې حال کې د روانې اګېسټ میاشتې له پینځمې تر ۱۰ مې، د روسیې، تاجکستان او ازیکستان د ځواکونو ګډ پوځي تمرینونه هم تر سره کېږي او د همدې چارې لپاره پرون ځینې ازبکستاني سرتېري تاجکستان ته رسیدلي دي.
له افغانستان نه، د بهرنیو ځواکونو وتلو سره، افغانستان کې د امنیتي وضعیت پر خرابېدو د روسیې اندېښنه ډېره شوې ده.
پرون دوشنبه د روسیې د دفاع وزیر وویل، چې د ۱۰۰۰ روسي سرتېرو پر ځای یې اوس ۱۸۰۰ سرتېري تاجکستان ته د ګډ پوځي تمرین لپار استولي دي، چې تمرین کې د ټولو ګډونوالو سرتېرو شمېر به ۲۵۰۰ وي.
په دې اړه مو اندونه