Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کاپیسا نجراب ولسوالۍ کې د کلي په کلي چاڼيزو عملیاتو پېل

په کاپیسا کې دولتي ځواکونو او ولسي پاڅون والو د نجراب ولسوالۍ د مرکز له نیولو وروسته د طالبانو د پاکولو لپاره کلي په کلي چاڼيز عملیات پيل کړي دي.

ملي شورا کې د کاپیسا استازي وايي، د دولتي ځواکونو او د ولسي پاڅونوالو د نه همغږي له کبله دغه ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلې وه.

د طالبانو لاسته د کاپیسا د نجراب ولسوالۍ له لوېدو شاوخوا درې اوونۍ وروسته د پوځ ځانګړو ځواکونه دغه ولسوالۍ د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې بېرته ونیوله.
           
د کاپیسا امنیه قومندان معین الدین سیال وايي:«طالب تل وېره رامنځته کوي، تل خلک ځوروي او د خلکو کورونه په نښه کوي.»
         
د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی هم څرګندوي:«وروستي عملیات ډېر اغېزناک او ډېر دښمن ځپوونکي وو. ولسوالۍ د دښمن له وجوده پاکې شوې ده او اوس افغان دولتي ځواکونه له بشپړ ځواک سره حضور لري.»

د طالبانو لاسته د نجراب ولسوالۍ لوېدل او د دې ولسوالۍ بېرته نیول کېدل له غبرګونونو سره مخ شوي دي.

د کاپيسا استازی میر حیدر افضلي وایي چې باید د امنییتي ځواکونو او ولسي پاڅونوالو ترمنځ د همغږۍ نشتوالی یو ځل بیا د طالبانو لاسته د دې ولسوالۍ د لوېدو لامل نه شي:«کله چې بې ځایه لګښت کېږي او ولسوالۍ نیول کېږي، له بده مرغه موږ یې په ساتنه کې ستونزه لرو. هیله لرم چې نجراب له دغې ستونزې سره مخ نه شي.»

بل خوا د طالبانو لاسته د نورستان د کامدیش ولسوالۍ د لوېدو په تړاو ضد و نقیض رپوټونه ورکول کېږي.
                    
د ولسي جرګې غړې قمربانو وايي:«کامدیش فعلاً فعال دی که چېرې کامدیش سقوط وکړي د ټول نورستان خطر شونی دی.»
          
د حفیظ الله امین د دورې د کورنیو چارو وزیر فقیرمحمد فقیر څرګندوي:«که چېرې موجوده وضعیت دوام وکړي، زه فکر کوم چې په راتلونکي کې به له خرابو شرایطو سره مخامخ شوو.»

له دې سره هم مهاله ملي دفاع وزارت وایي چې په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې  ۳۷۵ طالبان وژل شوي او ۹۳ تنه نور ټپیان شوي دي؛ خو طالبان دغه ادعا نه مني.

بلخوا ملي دفاع وزارت وایي چې په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې  ۳۷۵ طالبان وژل شوي او ۹۳ تنه نور ټپیان شوي دي؛ خو طالبان دغه ادعا نه مني

Thumbnail

په کاپیسا کې دولتي ځواکونو او ولسي پاڅون والو د نجراب ولسوالۍ د مرکز له نیولو وروسته د طالبانو د پاکولو لپاره کلي په کلي چاڼيز عملیات پيل کړي دي.

ملي شورا کې د کاپیسا استازي وايي، د دولتي ځواکونو او د ولسي پاڅونوالو د نه همغږي له کبله دغه ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلې وه.

د طالبانو لاسته د کاپیسا د نجراب ولسوالۍ له لوېدو شاوخوا درې اوونۍ وروسته د پوځ ځانګړو ځواکونه دغه ولسوالۍ د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې بېرته ونیوله.
           
د کاپیسا امنیه قومندان معین الدین سیال وايي:«طالب تل وېره رامنځته کوي، تل خلک ځوروي او د خلکو کورونه په نښه کوي.»
         
د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی هم څرګندوي:«وروستي عملیات ډېر اغېزناک او ډېر دښمن ځپوونکي وو. ولسوالۍ د دښمن له وجوده پاکې شوې ده او اوس افغان دولتي ځواکونه له بشپړ ځواک سره حضور لري.»

د طالبانو لاسته د نجراب ولسوالۍ لوېدل او د دې ولسوالۍ بېرته نیول کېدل له غبرګونونو سره مخ شوي دي.

د کاپيسا استازی میر حیدر افضلي وایي چې باید د امنییتي ځواکونو او ولسي پاڅونوالو ترمنځ د همغږۍ نشتوالی یو ځل بیا د طالبانو لاسته د دې ولسوالۍ د لوېدو لامل نه شي:«کله چې بې ځایه لګښت کېږي او ولسوالۍ نیول کېږي، له بده مرغه موږ یې په ساتنه کې ستونزه لرو. هیله لرم چې نجراب له دغې ستونزې سره مخ نه شي.»

بل خوا د طالبانو لاسته د نورستان د کامدیش ولسوالۍ د لوېدو په تړاو ضد و نقیض رپوټونه ورکول کېږي.
                    
د ولسي جرګې غړې قمربانو وايي:«کامدیش فعلاً فعال دی که چېرې کامدیش سقوط وکړي د ټول نورستان خطر شونی دی.»
          
د حفیظ الله امین د دورې د کورنیو چارو وزیر فقیرمحمد فقیر څرګندوي:«که چېرې موجوده وضعیت دوام وکړي، زه فکر کوم چې په راتلونکي کې به له خرابو شرایطو سره مخامخ شوو.»

له دې سره هم مهاله ملي دفاع وزارت وایي چې په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې  ۳۷۵ طالبان وژل شوي او ۹۳ تنه نور ټپیان شوي دي؛ خو طالبان دغه ادعا نه مني.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه