د هلمند د ولایتي شورا رییس عطاء الله افغان نن (چهارشنبه د زمري په ۱۳ مه) ویلي، چې لښکرګاه کې د امنیې قوماندانۍ ودانۍ ته نږدې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ سخته نښته روانه ده.
ښاغلی افغان وایي، چې طالبانو د امنیې قوماندانۍ د ودانۍ برجونو ته ځانونه رسولي، خو افغان ځواکونه ورسره په نښته دي.
د رپوټونو پر بنسټ، نن اوومه ورځ ده چې لښکرګاه کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته ده.
اوس ډېرې نښتې، د امنيې قوماندانۍ، د والي دفتر، مرکزي زندان او د ځینو نورو دولتي بسټونو پر ودانیو دي.
په همدې حال کې داسې رپوټونه دي، چې تېره شپه او نن سهار لښکرګاه کې هوایي بریدونه هم شوي دي.
سرچینې وایي، چې نښته کې یو مارکیټ هم ویجاړ شوی دی.
د سرچینو په وینا، په دې نښتو کې دواړو غاړو ته مرګژوبله اوښتې، خو دقیق شمېر یې نهدی معلوم.
د هلمند چارواکو تراوسه په دې هکله څه نهدي ویلي.
د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتو کې د ولسي مرګژوبلې هم تراوسه څه نهدي ویل شوي.
بلخوا رپوټونه دي، چې هلمند کې له روانې جګړې سلګونه کورنۍ له خپلو مېنو بېځایه شوې دي.
له دې ټولو سره، پرون د ۲۱۵ میوند قولاردو قوماندان جنرال سمیع سادات په یوه غږیز پیغام کې وویل، چې د طالبانو د ولکې سیمو کې پراته د لښکرګاه خلک دې له کورونو ووځي.
ښاغلي سادات په دې پیغام کې د طالبانو خلاف د پراخو عملیاتو د پیل خبره هم کړې وه او زیاته کړې وه، چې د خلکو د ژوند خوندیتوب ورته مهم دی، نو ځکه یې تر عملیاتو وړاندې خبرتیا خپره کړه.
په ورته وخت کې د ځانګړو عملیاتو د قولاردو د قوماندان هیبتالله علیزي په مشرۍ سلګونه کومانډو سرتېري لښکرګاه ته رسېدلي، چې چاڼیز عملیات وکړي.
اوس سرچینې وایي، عملیات پیل شوي، خو لا پهکې پرمختګ نهشته.
په دې اړه مو اندونه