Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د دفاع د نوماند وزیر پر کور د برید څرنګوالی له پوښتنو سره مخ شوی

ځينې هېوادوال او پخواني پوځيان د ملي دفاع وزارت سرپرست بسم الله محمدي پر کور ځانمرګۍ برید د پوښتنې وګڼي او پوښتي چې څه ډول شونې ده دغه پېښه په خوندي او زرغونې امنیتي سیمه کې رامنځته کېږي؟

پخواني پوځیان ټينګار لري د داشان بریدونو په مخنیوي کې د امنیتي ځواکونو بې وسي د دا ډول بریدونو د تګرار اصلي دلیل دی.

د شېرپور اوسېدونکی پرویزهمدرد وايي:«د یوه ماشوم چې کاغذونه یې راغونډول د چغې غږ او د ځينو نورو کسانو غږونه مې واورېدل. د امنیت کار کوونکی یوې هټۍ ته ولا چې په سر ټپي شوی و.» 

د مشرانو جرګې د دفاعي کمېسیون رییس هاشم الکوزي څرګنده کړه:«درې واړه بنسټونه په کشفي او استخباراتي برخو کې په مطلقه توګه بې وسه دي.»

تېره شپه اته بجې، له چاودېدونکو توکو ډک موټر د دفاع وزارت د سرپرست بسم الله محمدي پر کور د برید په هوډ د نوموړي د کور ته څېرمه د کابل ښار شېرپور سیمه کې چاودنه وکړه. وروسته، څلور ځانمرګي بریدګر د بسم الله خان او د کاونډیانو کورونو ته ننوتل. کابو له څلور ساعته جګړې وروسته امنیتي ځواکونه وتوانېدل چې بریدګر له منځه یوسي. په دغې پېښه کې اته تنه وژل شوي او څه باندې ۲۰ تنه نور ټپيان شوي دي. طالبانو د دغه برید مسوولیت منلی دی.
   
پخوانی پوځي حکمت الله حکمت په دې هکله څرګندوي:«که چېرې وضعیت همدا ډول وي، شونې ده چې پر امنیتي او کشفي ارګانونو د خلکو اعتماد هغه هم په داسې حال کې چې قربانۍ ورکوي او د ستایلو وړ هم دي، کمه شي.»

د ولسي جرګې غړی ابدال الله محمدي هم وايي:«کله چې اوربند نه کوي او هغه ژمنې چې دوی یې کوي شونې نه ده چې هغوی پر دغو ژمنو ودرېږي.»

د دغه برید پر مهال، بسم الله محمدي په خپل کور کې نه و. ښاغلي محمدي له دغې پېښې څو شېبې وروسته په ټوېټر کې په یوې ثبت شوې ویډیو کې وویل چې هغه او کورنۍ ته یې زیان نه دی رسېدلی.

ښاغلي محمدي همدارنګه وویل چې دا ډول پېښې د امنیتي ځواکونو پر روحیې به اغېزه ونه کړي:«ډاډ ورکوم چې دغه پېښې به د هېواد د دفاع لپاره به زموږ پر روحیې کوچنۍ اغېزه هم ونه کړي.»  

نن سهار هم د کابل ښار د یوې چاودنې شاهد و. دغه چاودنه د کابل ښار د لسمې حوزې په اړوند د هوايي بلاکونو د شهدا و معلولینو وزارت دېوال ته څېرمه رامنځته شوه. په دغې پېښه کې د ملي امنیت د دوه کارکوونکو په ګډون، دوه ماشومان او یوه ښځه ټپيان شوي دي.

د سولې مذاکراتو له پيل وروسته د بسم الله محمدي پر کور برید، تر ټولو ستر برید دی چې کابل کې رامنځته کېږي.

شریک یي کړئ