Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په کابل، جلال اباد، فیض اباد او تالقان کې د الله اکبر انګازې

د کابل، جلال اباد، فیض اباد او تالقانو اوسېدونکو تېره شپه د «الله اکبر» له شعار ورکولو سره د طالبانو له جګړې سره خپل مخالفت اعلان کړ.

ډېری خلک واټونو ته راوتلي وو او د الله اکبر په ویلو یې پیل وکړ او ځینې نور بیا د خپلو کورونو پر بامونو د الله اکبر نارې وکړې.

دغه خلک وايي، له جګړې ستړي دي او د الله اکبر په ویلو سره د طالبانو د بریدنو د ډېرېدو پر وړاندې اعتراض کوي.

د ولسمشر لومړي مرستیال او د ارشاد، حج او اوقافو وزیر هم له خلکو سره یو ځای د الله اکبر نارې وکړې.

له دې سره سم، د ننګرهار په مرکز کې هم یو شمېر کسان په داسې حال کې چې، د افغانستان بیرغ په لاس کې لري، په سړکونو کې د الله اکبر نارې وهي.

له دولتي ځواکونو د ملاتړ په موخه د الله اکبر کمپاین د لومړي ځل لپاره د دوشنبې په شپه په هرات کې پیل شو. د هرات یو شمېر اوسېدونکو په خپلو بامونو او یا هم په سړکونو د الله اکبر نارې په وهلو سره له دولتي ځواکونو خپل ملاتړ څرګند کړ.

طالبانو د دغه خوځښت په غبرګون کې ویلي دي چې د «الله اکبر» شعار د دغې ډلې دی له هغو کسانو سره چې له الله اکبر څخه ناوړه استفاده کوي، حساب به ورسره وکړي.

له دې مخکې چې تېره شپه د کابل اوسېدونکي خپل حرکت پیل کړي، طالبانو له چاودېدونکو توکو څخه ډک موټر د کابل ښار د شېرپور په سیمه کې د ملي دفاع وزارت د نوماند وزیر د کور ته څېرمه وچاودوه. په دغې پېښه کې ۸ تنه ووژل شول او څه باندې ۲۰ تنه نور ټپيان شول.

شریک یي کړئ