Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هرات چارواکي:په ۴ ناحیو کې د طالبانو بریدونو ته ځواب ورکړای شو

د هرات چارواکو نن (پنج‌شنبه د زمري په ۱۴ مه) ویلي، چې طالبانو بېګاه اوه لوی بریدونه کړي وو، چې دوی ځواب ورکړی دی.

طالبانو بېګاه د هرات ښار د درېیمې، اوومې، ۱۱ مې او څلورمې حوزې اړوند او د ښار سویل کې بریدونه کړي او د دغو سیمو د جګړې لومړیو کرښو کې لا هم نښتې شته.

د نورو ورځو پرتله د هرات ښار ته جګړه نوره هم په نږدې کېدو ده.

سیمه کې امنیتي او ولسي ځواکونه وایي، چې طالبان د خلکو کورونه کې دي او له دوی سره په نښته دي.

د هرات والي عبدالصبور قانع والي: "دوی د ښار پر درېیمې، اوومې، ۱۱ مې او ۱۲ مې او۱۴ مې ناحیو او د انجیل او ګذرې پر ولسوالیو بریدونه کړي وو خو په ټولو ځایونو کې ځپل شوي او یوازې تېره شپه یې ۵۰ کسان وژل شوي دي. "

هرات کې د وروستیو نښتو په هکله د هرات امنیه قوماندان سید معراج‌الدین سادات ویلي:"زموږ مکار دوښمنان خلکو سره چل کوي. موږ به یې ارمان پوره کولو ته پرېنږدو "

د هرات جګړې ملکي خلکو ته هم مرګ‌ژوبله اړولې.

قدریه یوه له ژوبلو کسانو ده او ویلي یې دي څو ورځې وړاندې ژوبل شوې ده.

قدریې ویلي: "طالبانو له کورنو وویستلو. په مرمۍ ولګېدم. زوی مې هم غېږ کې و او رانه ولوېد. نوره په ځان پوه نه‌شوم او ولوېدم. "

د قنداغا په نوم د پوځ یوه سرتېري ویلي، چې طالبانو ته ښار ته د ننوتلو اجاز نه ورکوي.

قنداغا ویلي: " ویې نه کړای شوای، چې مخکې راشي. هاوانونه یې راګوزار کړل. موږ ته تلفات نه‌دي اوښتي. بیا نو ستانه شول او وتښتېدل. "  

په همدې حال کې هرات کې د ولسي مقاومت مشر محمد اساعیل خان ویلي، چې د هرات ښار د امنیتي وضعیت په هکله د حکومت بې‌غوري دغلته د ناامنیو د پراخېدو لامل دی.

محمد اسماعیل خان ویلي: "له مرکزي حکومت مو ګېله ده. کومې ژمنې چې کوي، سمې نه عملي کوي. کومې وسلې او امکانات چې باید راکړي یې وای، تراوسه یې نه‌دي راکړي. "

نن نهمه ورځ وه، چې د هرات ښار اړوندو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته روانه وه.

که څه هم څو ځل هرات ته مرستندوی ځواکونه ولېږل شول خو لا هم هرات کې د جګړې لومړیو کرښو کې تغییر نه‌دی راغلی او امنیتي ځواکونو کم پرمختګ کړی دی.

د هرات د چارواکو په وینا، د ښار پر څلورو حوزو د طالبانو بېګانیو بریدونو ته ځواب ورکړل شوی دی او بریدونه یې په شا تمبول شوي دي.

شریک یي کړئ