Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ترکیې د ایران پوله کې ۳۰۰ تنه کډوال نیولي

د رویټرز خبري اژانس پرون داسې رپوټ خپور کړی، چې ترکي ځواکونو ایران سره پوله کې شاوخوا ۳۰۰ تنه کډوال نیولي، چې اکثره یې افغانان دي.

د رویټرز د رپوټ پر بنسټ، دا کسان په یوه لویه لارۍ کې وو.

افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتوالي سره سم، دې وروستیو کې د ځینو افغانانو اندېښنې ډېرې شوي او د ایران له لارې یې ترکیې ته د کډوالۍ موزي په پښو کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د یوه رپوټ پر بنسټ، د روان ۲۰۲۱ میلادي کال د جنورۍ میاشتې راهیسې، ۲۷۰ زره افغانان په کور دننه بې‌ځایه شوي، چې په دې سره د کورنیو بې‌ځایه شویو ټول شمېر له درې نیم میلیونو کسانو اوښتی دی.

د ترکیې، افغانستان او ایران بهرنیو چارو وزیرانو تېر جون کې د امنیت، انرژۍ او کډوالۍ برخو په هکله خبرې کړې دي، خو د ترکیې ډېپلوماټیکو سرچینو ویلي، چې د ایران او ترکیې ترمنځ د افغان کډوالو په هکله کومه مشخصه تګلاره نه‌شته.

یوه اوونۍ وړاندې ترکي ځواکونه هغه بېړۍ راوګرځوله چې شاوخوا ۲۰۰ تنه افغان کډوال په‌کې اروپا ته روان ول.

ترکي ځواکونو د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې، یوې لویه لارۍ کې د ښځو او زلمو په ګډون شاوخوا ۳۰۰ تنه نیولي دي.

شریک یي کړئ