مارشال عبدالرشید دوستم چې د ناروغۍ له امله ترکیې ته تللی و او اوس اوس کابل ته راستون شوی، هېواد له ناسم امنیتي وضعیت سره مخ ګڼي او ژمنه کوي چې له نورو سیاستوالو سره به یو ځای د دوښمنانو پر وړاندې د خلکو دفاع وکړي.
د ولسمشر پخواني مرستیال مارشال عبدالرشید دوستم ویلي: " دا وړه دسیسه نهده، په وړو حرکتونو دا خبره نه شو شنډولی. له ټولو سیاسي دوستانو او جنرال صاحبانو سره یوه قوي پرېکړه کوو. "
مارشال دوستم د هېواد پر وضعیت د اندېښنې په څرګندولو سره د امنتیي ځواکونو او ولسي پاڅونوالو قرباني ستایلې.
ښاغلي دوستم ویلي: " هغه ژمنه چې مو ملت سره کړې وه، موږ خلکو سره ژمنه کړې وه، چې یوازې یې نه پرېږدو، نن راغلی یم، چې ودرېږو، خپلې سینې ډال کړو او دا ثابت کړو، چې تاریخ کې موږ خلکو ته دوکه نه ده ورکړې. "
په همدې حال کې د کندهار یو شمېر قومي مشران له مخکیني ولسمشر حامد کرزي سره د کندهار د امنیتي وضعیت په هکله له خبرو او بحثونو وروسته دغه ولایت ته تللې دي.
د ملي مصالحې د عالي شورا غړي تادین خان ویلي: "کندهار کې مې له مشرانو، پوځیانو او ځوانانو سره ولیدل. جګړه ده، ستونزې ډېرې دي. په دې خبرې کوو، چې څه ته اړتیا ده، موږ څه کولی شو؟ ټول به وهڅوو، چې د وطن د دوښمنانو او مزدورانو خلاف ودرېږي. "
مخکیني ولسمشر حامد کرزي ته د نژدې کسانو په وینا، ښاغلی کرزی هڅه کوي چې ټول قومي مشران او سیاستوال تشویق کړي چې د وضعیت د بدلون لپاره ولایتونو ته ولاړ شي.
د مخکیني ولسمشر سلاکار شهزاده مسعود ویلي: " ډېر ژر به د نورو ولایتونو مشرانو سره وګوري، چې ویې هڅوي او هغوی هم خپل ولایتونو کې سره یو شي او غږ پورته کړي. "
له دې ټولو سره مارشال دوستم وایي چې طالبانو خپل ټول وسلهوال په جوزجان، تخار، هرات، هلمند او کندهار ولایتونو کې راټول کړي دي او هڅه کوي چې یو له دغو ولایتونو سقوط کړي، خو د ده په وینا خلک به پرېنږدي چې طالبان دغې موخې ته ورسېږي.
ښاغلی دوستم به تر راتلونکو دوو ورځو کابل ته راشي او له ولسمشر او ځینو نورو سیاستوالو سره به د هېواد د اوسني وضعیت د مدیریت پر څرنګوالي خبرې وکړي او بیا به د هېواد شمال ته ولاړ شي.
په دې اړه مو اندونه