Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

روسیې، ازبکستان او تاجکستان ګډ نظامي تمرینونه پیل کړي

د روسیې، ازبکستان او تاجکستان ځواکونو، پرون (پنجشنبه د زمري په ۱۴ مه) د افغانستان پولې ته نږدې د تاجکستان په خاټلون سیمه کې، پوځي تمرینونه پیل کړي دي.

د رویټرز د رپوټ پر بنسټ، د روسیې دفاع وزارت ویلي، چې دا ګډ تمرینونه د خرب‌میدان روزنیز ځای کې دي او شاوخوا ۱۸۰۰ روسي سرتېري په‌کې ګډون لري.

رویټرز د تاجکستان د دفاع وزارت د یوه بیان په حواله لیکلي، چې په دې تمرینونو کې څه باندې ۳۰۰ زغروالې موټرې، ۲۵ چورلکې او بې‌شمېره څرخکې خپل ځواک ښيي.

روسیې په ازبکستان کې هم د افغانستان پولې ته نږدې له ازبکي ځواکونو سره ګډ تمرینونه پیل کړي.

روسیې پرون ویلي، چې څلور ځایه به بم‌غورځونکي هم ولګوي.

دا هر څه له هغې وروسته، چې له افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو وتلو سره، روسیې له افغانستان نه مرکزي اسیا ته د ناامنۍ د رسېدو خبرداری ورکړی.

له دې سره روسیې په ازبکستان او تاجکستان کې خپل پوځي ځواک پیاوړی کړی او لا یې پیاوړی کوي.

دا ګډ نظامي تمرینونه د خرب‌میدان روزنیز ځای کې پیل شوي او شاوخوا ۱۸۰۰ روسي سرتېري په‌کې ګډون لري، چې درې واړه هېوادونه په‌کې خپلې پوځي وړتیاوې ښيي.

Thumbnail

د روسیې، ازبکستان او تاجکستان ځواکونو، پرون (پنجشنبه د زمري په ۱۴ مه) د افغانستان پولې ته نږدې د تاجکستان په خاټلون سیمه کې، پوځي تمرینونه پیل کړي دي.

د رویټرز د رپوټ پر بنسټ، د روسیې دفاع وزارت ویلي، چې دا ګډ تمرینونه د خرب‌میدان روزنیز ځای کې دي او شاوخوا ۱۸۰۰ روسي سرتېري په‌کې ګډون لري.

رویټرز د تاجکستان د دفاع وزارت د یوه بیان په حواله لیکلي، چې په دې تمرینونو کې څه باندې ۳۰۰ زغروالې موټرې، ۲۵ چورلکې او بې‌شمېره څرخکې خپل ځواک ښيي.

روسیې په ازبکستان کې هم د افغانستان پولې ته نږدې له ازبکي ځواکونو سره ګډ تمرینونه پیل کړي.

روسیې پرون ویلي، چې څلور ځایه به بم‌غورځونکي هم ولګوي.

دا هر څه له هغې وروسته، چې له افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو وتلو سره، روسیې له افغانستان نه مرکزي اسیا ته د ناامنۍ د رسېدو خبرداری ورکړی.

له دې سره روسیې په ازبکستان او تاجکستان کې خپل پوځي ځواک پیاوړی کړی او لا یې پیاوړی کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه