Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان کې د طالبانو تاوتریخوالي ته د سپینې ماڼۍ اندېښنه

پرون (جمعه د زمري په ۱۵ مه) کابل کې د حکومت د رسنیو د مرکز د مشر دواخان مینه‌پال تر ترور وروسته، سپینې ماڼۍ ویلي، چې د طالبانو وروستي بریدونه، د طالبانو د نړۍوال مشروعیت خپلولو سره مرسته نه کوي.

د سپینې‌ماڼۍ ویاندې جان ساکي سپینه مانۍ کې خبریالانو ته ویلي، چې وضعیت له نژدې څاري او د ولسي وګړو وژلو ته اندېښنه لري.

مېرمن ساکي ویلي:"که طالبان ادعا کوي، چې نړۍوال مشروعیت غواړي، نو دې وروستيو ګامونو سره به مشروعیت ته و نه رسېږي. هغوی اړ نه‌دي، چې دې لاره کې پاتې شي. هغوی (طالبان) کولی شي، د سولې لپاره ورته انرژي ولګوي."

دا په داسې حال کې ده، چې پرون طالبانو د نیمروز مرکز زرنج ښار ولکه کړ.

طالبانو پرون ومنله، چې د حکومت د رسنیو او اطلاعاتو د مرکز مشر دواخان مینه‌پال دوی وژلی دی.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جان ساکي ویلي: "اول اجازه راکړئ، چې د امریکا د حکومت په استازولۍ د افغانستان د حکومت د رسنیو او اطلاعاتو د مرکز د مشر دواخان مینه‌پال تررو سخت وغندم. د ده قتل، داسې مهال شوی، چې همدې اوونۍ کې د افغانستان د دفاع وزارت د سرپرست پر کور ځانمرګی برید وشو."

مېرمن ساکي ویلي:"طالبانو د دې وروستي برید مسوولیت منلی او داسې هېڅ دلیل نه‌شته، چې د هغوی د مسوولیت اړوند رپوټونو باندې شک وکړو. "

کابل کې د ملي دفاع وزارت د سرپرست پر کور د تېرې سه‌شنبې پر ورځ ځانمرګي او وسله‌وال برید کې لږ تر لږه ۸ کسان وژل شوي او ۲۰ تنه نور ټپیان دي.

سپینه ماڼۍ وایي، چې د امریکا حکومت د افغانستان وضعیت له نژدې څاري او د ولسي وګړو وژلو ته اندېښنه لري او د حکومت د رسنیو د مرکز د مشر ترور سخت غندي.

Thumbnail

پرون (جمعه د زمري په ۱۵ مه) کابل کې د حکومت د رسنیو د مرکز د مشر دواخان مینه‌پال تر ترور وروسته، سپینې ماڼۍ ویلي، چې د طالبانو وروستي بریدونه، د طالبانو د نړۍوال مشروعیت خپلولو سره مرسته نه کوي.

د سپینې‌ماڼۍ ویاندې جان ساکي سپینه مانۍ کې خبریالانو ته ویلي، چې وضعیت له نژدې څاري او د ولسي وګړو وژلو ته اندېښنه لري.

مېرمن ساکي ویلي:"که طالبان ادعا کوي، چې نړۍوال مشروعیت غواړي، نو دې وروستيو ګامونو سره به مشروعیت ته و نه رسېږي. هغوی اړ نه‌دي، چې دې لاره کې پاتې شي. هغوی (طالبان) کولی شي، د سولې لپاره ورته انرژي ولګوي."

دا په داسې حال کې ده، چې پرون طالبانو د نیمروز مرکز زرنج ښار ولکه کړ.

طالبانو پرون ومنله، چې د حکومت د رسنیو او اطلاعاتو د مرکز مشر دواخان مینه‌پال دوی وژلی دی.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جان ساکي ویلي: "اول اجازه راکړئ، چې د امریکا د حکومت په استازولۍ د افغانستان د حکومت د رسنیو او اطلاعاتو د مرکز د مشر دواخان مینه‌پال تررو سخت وغندم. د ده قتل، داسې مهال شوی، چې همدې اوونۍ کې د افغانستان د دفاع وزارت د سرپرست پر کور ځانمرګی برید وشو."

مېرمن ساکي ویلي:"طالبانو د دې وروستي برید مسوولیت منلی او داسې هېڅ دلیل نه‌شته، چې د هغوی د مسوولیت اړوند رپوټونو باندې شک وکړو. "

کابل کې د ملي دفاع وزارت د سرپرست پر کور د تېرې سه‌شنبې پر ورځ ځانمرګي او وسله‌وال برید کې لږ تر لږه ۸ کسان وژل شوي او ۲۰ تنه نور ټپیان دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه