افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمُنشي ځانګړې استازې ډېبورا لاینز پرون (جمعه د زمري ۱۵ مه) ویلي، چې طالبان دې د افغانستان د ولایتونو پر مرکزونو بریدونه بند کړي.
مېرمن لاینز ویلي، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا باید د طالبانو د دغو بریدونو خلاف یوه اعلامیه خپره کړې، هغه بریدونه چې سخت خواشینوونکي دي.
د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ځانګړې غونډه کې، افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې وویل، چې د افغانستان وضعیت خطرناک دی او راتلونکې کې باید یا د سولې ريښتیني مذاکرات وشي او یا به هم کړکېچ لا پراخ شي، چې لا به بشري حقونه نقض شي.
تېرو څو اوونیو کې افغانستان کې جګړې بله بڼه خپله کړې، جګړه لا خونړۍ او ویجاړونکې شوې.
په تېرو جون او جولاي میاشتو کې، طالبانو ګڼې ولسوالۍ لاندې کړې، چې ورپسې یې پر لویو ښارونو هم بریدونه وکړل.
افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمُنشي ځانګړې استازې ډېبورا لاینز ویلي:" دا اوس د جګړې یوه بله بڼه ده، چې سوریه کې وروستی حالت رایادوي. پر ښارونو بریدونه، د لویو زیانونو او ګڼو تلفاتو اړولو مانا ده."
مېرمن لاینز دا هم ویلي، چې دوی ښارونو کې د بریدونو سخت مخالف دی، ځکه که کوم لوری چې په مذاکراتو کې د شخړې حل غواړي، نو بیا ویجاړي نه کوي، ځکه چې پوهېږي، په وینتوېیدو د سولې بهیر لا ترینګلی کېږي.
اغلې لاینز ویلي:" هغوی (طالبان) باید پوه شي، چې نهشي کولی هغه زیربناوې چې د هېواد بیارغاونې لپاره ورته اړتیا ده په خطر کې کړي. د طالبانو سیاسي کمېسیون باید پوه شي، چې په سفرونو به یې بندیز ولګولي شي او لوړ پروتوکول چې ورکړای شوی، بېرته به ترې واخېستل شي."
مېرمن لاینز زیاته کړې، طالبانو چې د کندهار سپینبولدک ولسوالي ولکه کړه، دغلته لږ تر لږه ۴۰ تنه ملکي کسان ووژل شول.
افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمُنشي ځانګړې استازې دېبورا لاینز ویلي:" د جولاي میاشتې ۲۸ مې راهیسې په هلمند کې ۱۰۴ تنه ملکي کسان وژل شوي او ۴۰۳ نور ټپیان دي. په کندهار کې هم د جولاي ۹ مې جګړې راهیسې ۴۶۰ تنه ملکي کسانو ته مرګژوبله اوښتې. لوېدیځ ولایت هرات کې د باوري راپورونو پر بنسټ د طالبانو بریدونو کې ۱۳۵ ملکي کسانو ته مرګژوبله اوښتې. "
مېرمن لاینز ویلي، چې تېره میاشت کې د ۱۰۰۰ کسانو تلفات ثبت شوي.
د مېرمن لاینز په وینا، له افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو وتلو سره د تاوتریخوالي د کمېدو تمه وه، خو اوس لیدل کېږي، چې د ملکي تلفاتو ګراف ۵۰ سلنه زیات شوی.
افغانستان کې د ولایتونو پر مرکزونو د طالبانو د بریدونو د بندولو غوښتنه داسې مهال ده، چې طالبانو دې وروستیو کې پر ځینو ښارونو بریدونو ته زور ورکړی.
په دې اړه مو اندونه