سیمهییزې سرچینې وایي، چې د جوزجان د مرکز شبرغان ښار کې، کوڅه په کوڅه جګړه روانه ده.
سرچینې وایي، طالبانو یو وار بیا، د ولایت مقام، ښارولۍ او د زندان ودانۍ لاندې کړې دي او ځينې بندیان یې هم ازاد کړي.
د پرون ورځې راهیسې د شبرغان ښار ځینې سیمې کله حکومت او کله طالبان نیسي.
سیمهییزې سرچینې وایي، د شبرغان ښار د لومړۍ حوزې (پنجصد فامیلۍ) کې، چېرته چې د مارشال دوستم کور هم دی، سخته جګړه روانه ده.
جوزجان کې رسمي سرچینو د وروستیو نښتو په هکله څه نهدي ویلي.
بلخ کې د جنبش ملي ګوند رییس سید شمسالدین سادات ویلي، چې د علي سرور په مشرۍ ۱۵۰ تننه ولسي ځواکونه په درېیو الوتنو کې له مزارشریف نه شبرغان ته رسیدلي دي.
سادات ویلي، چې ځانګړي ځواکونه هم شبرغان ته رسیدلي دي.