روغتیا وزارت نن (شنبه د زمري په ۱۶مه) رسنیو ته استولو معلوماتو کې ویلي، چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د ۲،۴۷۳ شکمنو کسانو د کورونا معاینې کړې وې، چې له منځه یې د ۲۱۸ کسانو نتیجه مثبت شوې.
د روغتیا وزارت په وینا تېره یوه شپه او ورځ کې ۱۰ تنه نور کورونا مړه کړي دي.
وزارت دا هم ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۶۷۷ کسان له کورونا روغ شوي دي.
دې وروستیو شمېرو سره افغانستان کې په کورونا د ټولو اخته کسانو شمېر ۱۵۰ زره او ۴۵۸ تنه شو، چې له منځه یې ۶،۹۰۸ تنه مړه شوي دي.
افغان روغتیا وزارت ویلي، چې افغانستان کې د کورونا د درېیمې څپې ګراف راټیټ شوي، خو خلک دې بیا هم، روغتیايي سپارښتنې عملي کوي.
ټوله نړۍ کې بیا د امریکا د جانهاپکېنز پوهتنتون د شمېرو پر بنسټ ۲۰۱ میلیونه او څه باندې ۷۸۴ زره کسان په کووېډ-۱۹ ناروغۍ شوي او ۴ میلیونه او څه باندې ۲۷۸ زره کسان له کورونا مړه شوي دي.