Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هرات کې د طالبانو د بریدونو مخنیوی؛ په ښار کې نښتې کمې شوې دي

د هرات امنیتي چارواکي وايي چې د هرات ښار په ځينو برخو کې د طالبانو د بریدونو له مخنیوي سره، د دغې ډلې په بریدونو کې د پام وکړ کمښت راغلی دی.

د هرات والي عبدالصبور قانع وايي چې د هرات ښار په اوو برخو او د دغه ښار په سوېلي کلیو کې چاڼيز عملیات دوام لري.

ښاغلي قانع په دې هکله څرګنده کړه:«په لومړي سره کې مو د طالبانو پرمختګ مخه ونیوله، اوس د هغوی د ځپلو لپاره پلان جوړ کړی او نور پروګرامونه د طالبانو له وجوده د ښار د شاوخوا پاکول دي.»

د هرات امنیه قومندان جنرال سید معراج الدین سادات هم وايي:«د جګړې کرښه اوس په څوارلسمې، اومې، لسمې، دریېمې او دویمې حوزو کې او همدارنګه د انجیل ولسوالۍ تر شیدايي سیمې پورې او ځینو نورو برخو پورې ده.»

د هرات پوځي چارواکي وایي چې طالب جنګیالیو ته د ډېرې مرګ ژوبلې د اوښتو له امله پر دغه ښار د دې ډلې بریدونه کم شوي دي.

د هرات د ملي امنیت رییس جنرال حسیب صدیقي وویل:«په یوې وروستۍ اوونۍ کې طالبان د امنیتي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ شوي او سخته درنه مرګ ژوبله ورته اوښتې ده. څه باندې ۳۵۰ تنه طالبان چې ډېری بهرنیان وو وژل شوي دي. اوس طالبان په درې تر څلور کسیزو ډلو وېشل شوي دي او یوازې وېره رامنځته کوي.»

یو شمېر مېرمنې او نجونې دلته په یوې غونډه کې له امنیتي ځواکونو او ولسي پاڅونوالو د ملاتړ په اعلانولو سره وایي چې چمتو دي د طالبانو پر وړاندې وسله واخلي.

د هرات اوسېدونکی سوسن صوفی زاده هم وايي:«د خپلو امنیتي او ولسي ځواکونو ترڅنګ ولاړ یوو. که چېرې اړتیا شي د طالبانو په وړاندې د امنیتي ځواکونو ترڅنګ په سنګرونو کې درېږو.»

د هرات اوسېدونکې زاهده ذاکري هم زیاتوي:«طالبان دې فکر ونه کړی چې د هرات ښځې د تېرو شلو کلونو په څېر دي او کولای شي هغوی له دندو او کار څخه منع کړي.»

په دې غونډه کې لسګونه دیني عالمان پر هرات ښار د طالبانو بریدونه غندي او له دې ډلې غواړي چې جګړه ودروي.

د لوېدیځ زون د علماوو شورا رییس مولوي خداداد صالح وویل:«تاسې د هرات خلکو په وړاندې درېدلي یاست او داسې نه شي چې په هرات کې ورور وژنه پیل شي. د هرات خلک د طالبانو په وړاندې سمبال شوي طالبان له خلکو سره ښه چلن نه کوي.»

په هرات کې له یوې اوونۍ سختو جګړو وروسته خلکو بېرته خپل عادي ژوند پېل کړی دی.

شریک یي کړئ