Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې د عامه شتمنیو چور تالان

د طالبانو لاس ته د ځينو سیمو له لوېدو وروسته د عامه شتمنیو لوټېدل د خلکو له توندو نیوکو سره مخ شوي دي.

د زرنج ښار په نویو اخیستل شویو ویډيوګانو کې لیدل کېږي چې، عام خلک په دغه چور کې ډېره ونډه لري او څوک د هغوی مخه هم نه نیسي.

ویل کېږي، په ځينو ځایونو کې د جګړې ښکېلې خواوې د ټولګټو او ملي تاسیساتو ساتنې ته چندانې پام نه کوي.

ځینې دیني عالمان او هېوادوال په دې برخه کې د جګړې د ښکېلو خواو بې غوري غندي.

له دې سره هم مهاله، د نیمروز د مرکز زرنج او د جوزجان له مرکز شبرغان له نیولو وروسته بندیان هم تښتېدلي دي.

د ولسمشر سلاکار شاه ‌حسین مرتضوي وویل:«دا د دې ښودونکې ده چې طالبان د حکومتوالۍ لپاره پروګرام نه لري او یا هم د خدمتونو د وړاندې کولو لپاره! دا ځل طالب د لوټلو او چور تالان له سیاست سره راغلی دی.»

د زابل د ولایتي شورا رییس عطاجان حق‌بیان هم وايي:«ما مخکې هم ویلي وو، که چېرې طالبان د ابادۍ هوډ لري، باید لومړی سوله وکړي؛ له افغانانو سره دې کېني او په ګډه دغه هېواد او خاوره اباده کړي.»

دیني عالمان د عامه شتمنیو او تاسیساتو د ساتنې پر وړاندې بې غوري غندي.
   
دیني عالم مولوي عبدالودود څرګنده کړه:«د بیت المال ضایع کېدل حرام دي! هر څوک چې پر بیت المال واکمن شي، باید وې ساتي او پام یې وي چې له منځه ولاړ نه شي.»

ځينې هېوادوال له ښکېلو لوریو غواړي چې د عامه شتمنیو او تاسیساتو ساتلو ته جدي پام وکړي.

د کابل اوسېدونکی کامران سادات وویل:«د خلکو د مالونو لوټل، په بشپړه توګه جنګي جنایت دی، په بشپړه توګه د انسان او بشر پر ضد کړنه ده.»

په هېواد کې وروستیو تاوتریخوالیو د شتمنیو پر تالا کېدو او د پوځي او ملکي ادارو د ودانیو پر زیانمېدو سربېره نور زیانونه هم اړولي دي.

د لښکرګاه ښار له بازار نه خپاره شوي تصویرونه ښيي چې په وروستیو جګړو کې دغه بازار داسې وضعیت ته راسېدلی، چې د دغو ټولو لپاره ثبوت کېدای شي.
 
شریک یي کړئ