Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

جوزجان کې نښتې؛ د ولایتي شورا رییس طالبانو ته اوښتی

سیمه‌ییزو سرچینو نن (یکشنبه د زمري په ۱۷ مه) ویلي، چې د جوزجان د ولایتي شورا رییس بابر ایشچي طالبانو سره یوځای شوی دی.

سرچینې وایي، بابر ایشچي پرون د خواجه دوکوه ولسوالۍ کې له طالبانو سره یو ساعت نښته کړې، خو چې مرستندوی ځواکونه ور و نه رسېدل، نو له خپلو ۲۰ کسانو سره طالبانو ته تسلیم شو.

سرچینې دا هم وایي، چې طالبانو د بابر ایشچي کسان پرېښي او بابر ایشچي او د ده ورور باتور یې له ځانونو سره بوولي.

د بابر ایشچي یوه نږدې خپل ویلي، چې د بابر موبایلونه بند دي او په هکله یې رسمي سرچینو لا څه نه‌دي ویلي.

طالبانو پرون یوه بیان کې ویلي، چې بابر ایشچي له خپلو ۲۰ کسانو سره پرون مازیګر دوی ته تسلیم شوی دی.

بل خوا وروسته له هغې چې طالبانو د جوزجان او نیمروز مرکزونه لاندې کړل، د امریکا ولسمشر جوبایډن د امریکا پوځ ته امر کړی، چې د طالبانو پر مرکزونو دې ( بې ۵۲) الوتکې بریدونه وکړي.

د برېټانیا ډیلي مېل ورځپاڼې رپوټ ورکړی دی چې بایډن د طالبانو لاس ته د افغانستان د ښارونو د لوېدو د مخنیوي لپاره دا امر کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو پرون د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ونیو او وړمه شپه یې د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار هم ونیو.

د جوزجان ځينې اوسېدونکي په هغه څه چې د دغه ولایت د امنیت په هکله د مرکزي حکومت بې پروايي یادوي، سخته نیوکه کوي.

طالبانو یوه اوونۍ وړاندې د شبرغان ښار نیولو لپاره بریدونه پیل کړي وو.

اوسمهال حکومت یوازې د جوزجان پر هوایي ډګر او د مارشال دوستم د زوکړې پر ځای خواج دوکوه ولسوالۍ باندې ولکه لري.

سرچینې وایي، چې د جوزجان د ولایتي شورا رییس بابر ایشچي، پرون د خواجه دوکوه ولسوالۍ اړوند تپه کې طالبانو ته تسلیم شوی دی.

شریک یي کړئ