Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هېواد دوو شمالي او یوه شمال ختیځ ولایت کې نښتې

د افغانستان دوو شمالي ولایتونو (جوزجان او سرپل) او یوه شمال ختیځ ولایت کندوز کې، د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ سختې نښتې روانې دي، چې له کبله یې د ولسي وګړو د مرګ‌ژوبلې رپوټونه هم شته.

کندوز کې د ښار مرکز ته نښته رسیدلې او سرچینې وایي، مهمې دولتي ودانۍ طالبانو لاندې کړې دي.

د کندوز د روغتیا رییس احسان‌الله فضلي پرون ویلي وو، چې وروستیو نښتو کې لږ تر لږه ۱۱ تنه ملکي کسان وژل شوي او ۳۹ نور ټپیان دي، چې ټول ولایتي روغتون ته وروړل شوي.

کندوز کې یوې سرچینې ویلي، چې نښته د کندوز امنیې قوماندانۍ ته نږدې شوې هم ده.

د افغانستان په شمال کې د سرپل ولایت مرکز او د سانچارک ولسوالۍ کې نښتې روانې دي.

بل خوا سرچینو ویلي، چې د جوزجان د ولایتي شورا رییس بابر ایشچي طالبانو ته تسلیم شوی دی.

له دې ټولو سره د برېټانیا ډیلي مېل ورځپاڼې رپوټ ورکړی دی، چې د امریکا ولسمشر جوبایډن د دغه هېواد پوځ ته حکم وکړ چې د طالبانو مورچلې په (بې ۵۲) بم غورځوونکو الوتکو په نښه کړي.

سرچینې وایي، چې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ د کندوز په ښار کې نښتې روانې دي او د دواړو غاړو ترمنځ نښته د ولایت امنیې قوماندانۍ ته نږدې شوې ده.

شریک یي کړئ