Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سرپل مرکز او د کندوز ښار ځينې برخې د طالبانو لاس ته ولوېدې

د هېواد په شمال کې د درنې جګړې په لړ کې د سرپل ولایت مرکز او د کندوز ښار ډېری برخې نن یکشنبې (د زمري په ۱۷مه) د طالبانو لاس ته ولوېدلې.

طالبانو یوه اوونۍ مخکې پر سرپل ښار بریدونه پیل کړي وو.

د رپوټونو له مخې طالبانو د ولایت مقام، امنیه قومنداني او د ملي امنیت ریاست نیولي دي او اوس مهال یوازې بلخاب ولسوالۍ د دولتي ځواکونو په واک کې ده او چارواکي او دولتي ځواکونه په سرپل ښار کې د پوځ په یوې لوا کې د طالبانو تر کلابندۍ لاندې دي.
          
د سرپل اوسېدونکی بهزاد حیدري زاده وايي:«په سرپل ښار کې یوازې د ملي پوخ درېیم کنډک او بلخاب ولسوالۍ پاتې دي.»
           
د سرپل د ولسي شورا رییس یارمحمد مهین پرست هم وویل:«سیمه ییز او مرکزي حکومت بې پروايي وکړه په دې برخه کې حتا هلکان (سرتېرو) ډوډۍ نه لرله، موږ اړیکه ونیوله د خوړلو لپاره یې ډوډۍ نه لرله.»

په ملي شورا کې د سرپل استازي د مرکزي حکومت بې غوري او د ځایي چارواکو ناتواني د طالبانو لاسته د سرپل او د لسګونه پوځي موټرو او تجهیزاتو د لوېدو لامل ګڼي.

د ولسي جرګې غړی سید حیات الله عالمي څرګندوي:«د سرپل ولایت بې کفایته مسوولینو وضعیت دې ځای ته رسولی دی او د سقوط زمینه یې برابره کړې ده. زما باور دا دی چې سرپل د یوې معاملې په پایله کې سقوط وکړ.»

پر کندوز ښار د طالبانو په پراخو بریدونو کې له سختو نښتو وروسته د ولایت د مقام ودانۍ، امنیه قومنداني، او د ملي ریاست طالبانو ونیول. لاهم په کندوز ښار کې کوڅه په کوڅه جګړه روانه ده.

د ولسي جرګې غړې نیلوفرجلالي کوفي وویل:«د امنیتي سکټور وزارت په ځانګړې توګه دفاع وزارت چې د افغانستان د جګړې مسوولیت لري، هېڅ دول پاملرنه، مرسته او ملاتړ ونه کړ.»

د کندوز اوسېدونکی له ناوړه وضعیت سره مخ دي. په دغه ولایت کې دومره سخته جګړه شوې ده چې د ښار په ځینو سیمو او دولتي ودانیو لکه امنیه قومندانۍ کې د لارې پر سر جسدونه لیدل کېږي.
              
په کندز کې د کومانډویانو د دویم کنډک قومندان حاجي محمد څرګنده کړه:«هغه سیمې چې دښمن غوښتل وې نیسي، زیاته مرګ ژوبله یې ورکړې ده او خیال یې له خاورو سره خاورې شو.»
                  
د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان هم زیاتوي:«هڅې پر شدت روانې دي چې په سرپل او کندوز ښارونو کې وضعیت عادي حالت ته راوګرځي.»

د کندوز او سرپل استازي خبرداری ورکوي، که چرې حکومت ژر تر ژره د دغو ښارونو د بېرته نیولو لپاره اقدام ونه کړي، د سرپل او کندوز په ګاونډ کې به نور ولایتونه هم د طالبانو لاسته د لوېدو له خطر سره مخ شي.

د رپوټونو له مخې طالبانو د ولایت مقام، امنیه قومنداني او د ملي امنیت ریاست نیولي دي او اوس مهال یوازې بلخاب ولسوالۍ د دولتي ځواکونو په واک کې ده.

شریک یي کړئ