Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

خلکو ته د روحیې ورکړې په پار د عکاسانو او انځور ګرو هڅې

کابل کې ځينو عکاسانو، انځورګرو او هنرمندانو د یوه پروګرام له لارې خلکو ته د روحيې ورکولو هڅه کوي.

په دغه پروګرام کې ځینې داسې انځورونه، نقاشۍ او خطاطۍ نندارې ته اېښودل شوي، چې کولای شي خلک راتلونکي ته هیله من کړي.

دغه ځوانان وایي چې د هېواد د پرمختګ لپاره د هر ډول ستونزې زغملو ته چمتو دي.

عکاسه نتاشا حکیمي وايي:«موږ بیا هم راپورته کېږو او بیا راپورته کېږو او د هېواد لپاره کار کوو، ترڅو نور ځوانان موږ ته وګوري، او پر پښو ودرېږي.»

الهام رستمی چې هغه هم عکاس دی څرګندوي:«هر وخت چې هره ستونزه وه، همدا مسلک او هنر چې لرو، له دې سره مینه کوو او تر وروستۍ لحظې، ور سره یوو.»

نندارې ته د عکسونو له وړاندې کولو سره، شعر لوست او موسیقي د دغه هنري پروګرام بله برخه ده.

 عکاس محمد رافع ملک وویل:«زموږ خلک له خوښۍ سره راځي او د نندارتون ننداره کوي او ډېره هیله ترلاسه کوي.»

ځوانان په دې باور دي چې په اوسنیو شرایطو کې باید خلک خپله روحیه له لاسه ورنه کړي او د روښانه راتلوونکي په هیله هڅه وکړي.

شریک یي کړئ