Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هلمند اوسېدونکي: په دوو وروستیو اوونیو جګړو کې ۳۴۲ تنه وژل شوي

د لښکرګاه ځينې اوسېدونکي وايي، د ورستیو دوو اوونیو جګړو له امله ۳۴۲ کسان وژل شوي او ۹۶۷ نور ټپيان شوي دي.

دوی زیاتوي، چې دغه شمېر کسان په مخامخ جګړو، هوايي بریدونو او د طالبانوو په راکټي بریدونو کې قرباني شوي دي.

د هلمند اوسېدونکی مسعود چوپان وايي:«۳۴۲ ولسي وګړي وژل شوي او ۹۶۷ نور ټپيان شوي دي چې ځينې یې ښځې او ماشومان هم دي.»

د لښکرګاه اوسېدونکي فضل باري فیاض هم وویل:«ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. خلکو ته مالي او ځاني زیانونه رسېدلي دي.»

دغه هلمندیان وايي د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ په جګړه کې د لسګونو کسانو کورونه ویجاړ شوي او سلګونو کسانو خپل کورونه پرېښي دي.

د هلمند اوسېدونکی شریف علیزی زیاتوي:«په هلمند کې داسې کور نه دی پاتې چې زیان یې نه وي لیدلی او په هلمند کې داسې څوک نه پیدا کېږي چې د جګړې له امله خپل کور یې نه وي پرېښئ.»
    
د ولسمشر سلاکار اختر محمد بادیزی هم څرګندوي:«د ولسي وګړو په کورونو کې یا ماینونه ځای پر ځای شوي،، یا طالبان له هغو د مورچلې په توګه کار اخلي.»

خو د ملي دفاع وزارت وايي د لښکرګاه ښار ځینې برخې يې د طالبانو له شتونه پاکې کړې دي، او د ښار نورې برخې به هم امنې شي.
 
د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان وايي:«د پاکونې عملیات په بریالۍ توګه د اجرا په حال کې دي، خو بریدونه په پڅه توګه مخته ځي د دې لپاره چې طالبانو د خلکو په کورونو کې مورچلې جوړې کړې دي.»

بل خوا د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په لښکرګاه ښار کې د روانو نا امنیو او ملکي وګړو د مرګ ژوبلي په اړه سخته اندېښنه ښيي.

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د رسنیو مسوول دبیح الله فرهنګ څرګندوي:«هم طالب ډله او هم په ځينو موردونو کې افغان امنیتي ځواکونه هوايي بریدونه کوي. باید پر وسله والې جګړې حاکم اصول مراعات کړي.»

همدارنګه یونیسف یا له ماشومانو د ملاتړ صندوق په هېواد کې د جګړې له امله د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د شمېرو د لوړېدو په اړه اندېښنه ښيي.

دغه اداره وايي په تېرو ۷۲ ساعتونو په کندهار کې ۲۰ ماشومان وژل شوي او ۱۳۰ نور ماشومان ټپیان شوي دي.

د هلمند اوسېدونکي وايي چې دغه شمېر کسان په مخامخ جګړو، هوايي بریدونو او د طالبانوو په راکټي بریدونو کې قرباني شوي دي.

شریک یي کړئ