د هېواد په شمال په ځانګړې توګه په جوزجان، سرپل، کندز، تخار او بغلان ولایتونو کې د جګړې د پراختیا له امله په زرګونه کورنۍ بې ځایه شوې دي.
چې له دې منځه په لسګونه بې ځایه شوې کورنۍ چې د تېښتې ډېر کم امکانات یې لرل، ځانونه یې کابل ته رارسولي دي او اوس په پارکونو او پرانیستې فضا کې شپې او ورځې تېروي.
د کندوز یوه له بې ځایو شویو شیما چې د څلورو ماشومان مور ده وایي چې په کندوز ښار کې یې خپل هرڅه پرېښي دي او یوازې په ځان او ماشومان یې له جګړې ژغورلي دي او کابل ته راغلې ده:«بم له یوې خوا راغی، مرمۍ له بلې خوا؛ زموږ کور چپه شو.»
ملکه د کندو جګړې بله بې ځایه شوې، د حکومت پر بې غورۍ نیوکه کوي او وایي چې د جګړې له سیمې د وتلو لپاره یې د خپلې انګور ګاڼه موټر چلوونکي ته ورکړه ترڅو دا او د کورنۍ غړي یې تر کابله راورسوي:«عبدالله عبدالله د حکومت په ټاکنو کې پنځوس پنځوس نه مانه، اوس ولې د کندوز له وضعیته خبر نه لري؟»
د دغو بې ځایه شویو په منځ کې تخاریان هم شته. دوی وایي چې د کور پرېښودو ته تر هغې وروسته اړ شول چې څو ګاونډیان یې په جګړه کې ووژل شول.
یو شمېر دغه بې ځایه شوي له چارواکو غواړي چې ژر تر ژره یې مرستې ته ورودانګي.
دا په داسې حال کې ده، پنځه ښارونه چې څلور یې د هېواد په شمال کې دي د طالبانو لاس ته لوېدلي دي او د هېواد په شمال کې په څو برخو کې نښتې روانې دي.