Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

قریشي پر افغان ځواکونو نیوکه کړې او طالبانو سره مرسته یې رد کړې

د رویټرز د رپوټ پر بنسټ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي، پرون (دوشنبه د زمري په ۱۸ مه) ویلي، چې نړۍواله ټولنه باید د افغانستان بېلابېلو سیمو کې د طالبانو خلاف د افغان ځواکونو "پاتې راتلو " ته وګوري.

طالب وسله‌والو د مۍ میاشتې راهیسې د هېواد بېلابېلو سیمو باندې بریدونه چټک کړي او ځینې سیمې یې لاندې کړې هم دي، داسې چې تېرو درېیو ورځو کې یې د شپږو ولایتونو پر مرکزونو بریدونو ته زور ورکړی.

دا په داسې حال کې ده، چې بهرني ځواکونه په افغانستان کې، خپل شاوخوا ۲۰ کلن حضور ختموي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي یوه خبري کنفرانس ته ویلي: " ظرفیت، روزنه او تجهیزات چېرې دي؟ ... "

قریشي زیاته کړې، چې پاکستان د نورو د پاتې راتلو مسوولیت نه‌شي اخېستلی.

د رپوټ پر بنسټ، کابل او ځینې لوېدیځ حکومتونه وایي، چې پاکستان د ۲۰۰۱ کاله راهیسې، له کله نه، چې امریکا د طالبانو واکمنۍ وپرځوله، له دې ډلې ملاتړ کوي.

اوس طالبانو د تېرو ۲۰ کلونو په ترڅ کې تر بل هر وخت ډېرې سیمې لاندې کړې دي.

پاکستاني وزیر دا هم ویلي، چې دوی له طالبانو سره مرسته نه کوي او اسلام‌اباد افغانستان کې د کوم اړخ پلوی نه‌دی.

قریشي دا هم ویلي: "افغانستان کې چې تسلیمي او جګړې ته د ارادې نه موجودیت ګورو. نو ایا موږ کولی شو چې مسوول یې واوسو؟ نه، موږ یې مسوول نه شو کېدلی. "

د پاکستان د بهرنیو چارو دا هم ویلي، چې پاکستان په افغانستان کې د شخړې سیاسي حل غواړي.

قریشي په خپلو خبرو کې ویلي، اسلام اباد په افغانستان کې روان تاوتریخوالي ته اندېښمن دی او په داسې حال کې چې د طالبانو او افغان حکومت د سولې خبرې هم دي.

طالب وسله‌والو د مۍ میاشتې راهیسې د هېواد بېلابېلو سیمو باندې بریدونه چټک کړي او ځینې سیمې یې لاندې کړې هم دي.

شریک یي کړئ