Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

"امریکا له پاکستان سره د اورپکو پر خوندي ځایونو خبرې کوي"

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کُربي پرون په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې له پاکستان سره د اورپکو د پټنځایونو پر څرنګوالي د امریکا خبرې روانې دي.

ښاغلي کُربي ویلي: "موږ د پاکستان له مشرتابه سره د افغانستان او پاکستان ترمنځ سیمو کې، د اورپکو پر موجودو پټنځایونو خبرې کوو او خبرې مو دوام لري. "  

ښاغلي کُربي زیاته کړې، چې همدغه مرکزونه په افغانستان کې دننه د ناامنۍ یوازینۍ سرچینه ده.

نوموړي زیاته کړې: "موږ له پاکستان سره خبرې کوو. زموږ پام دی، چې پاکستان او د پاکستان خلک هماغو سیمو کې د اورپکو ډلو د فعالیت قرباني دي. "

کُربي دا هم ویلي: "نو موږ ټول باید په ګډه، د دغو مرکزونو په بندولو کار وکړو او پرېنږدو چې طالبان او نورې ډلې ترې کار واخلي. "

د پینتاګون ویاند له افغان ځواکونو د امریکا د ملاتړ په هکله ویلي: "امریکا له هغوی نه ملاتړ ته دوام ورکوي. زه ګومان کوم، چې تاسې به د هوایي بریدونو پوښتنه کوئ. موږ په بېلابېلو لارو له افغان ځواکونو ملاتړ کوو."

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په تېرو څو ورځو کې پینځه ښارونه لاندې کړې دي.

د نیمروز مرکز زرنج، د جوزجان مرکز شبرغان، د تخار مرکز تالقان، د سرپل مرکز سرپل او د سمنګان مرکز ایبک ښارونه د طالبانو په ولکه کې دي.

د امریکا د دفاع وزارت ویلي"زموږ پام دی، چې دغه خوندي ځایونه د ناامنۍ د زیاتېدو یوازینۍ سرچینه ده او د له‌منځه وړلو لپاره یې په ګډه کار کوو"

شریک یي کړئ