Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ولسي پاڅونونو په هکله د مرکزي ولایتونو له مشرانو سره د غني لیدل

سرچینې طلوع نیوز ته وايي چې ولسمشر غني په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د مرکزي ولایتونو له ځينو سیاسي مشرانو سره له طالبانو سره د مبارزې پر څرنګوالي مشوره کړې ده.

د دغو سرچینو په وینا، ولسمشر به راتلوونکو ورځو کې د هېواد د بېلابېلو سیاسي مشرانو سره په جلا جلا توګه وویني، چې د ولسي پاڅونونو د بسیج او په خپلو سیمو کې د سیاسي مشرانو پر حضور سره هوکړې ته ورسېږي.

په ولسمشرۍ ماڼۍ کې له یو شمېر سیاستوالو سره د ولسمشر غني له مشورتي غونډې وروسته، سرچینې وایي چې ولسمشر د مرکزي ولایتونو له سیاسي مشرانو محمد کریم خلیلي، محمد محقق، سروردانش، او صادق مدبري سره د طالبانو پر وړاندې د ګډ ولسي لښکر د جوړېدو په تړاو خبرې کړې دي.
  
د ولسمشر د ویاند مرستیال لطیف محمود وویل:«هېواد سیاسي مشرانو په یوه غږ له نظام او امنیتي ځواکونو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ. او همدارنګه له هېواده دفاع د تولو افغانانو وجیبه ده.»

په داسې حال کې چې ټاکل شوې وه، مارشال دوستم له ولسمشرغني او سیاسي مشرانو سره تر مشورې او د شمال ولسي ځواکونو ته د طالبانو د په شا تمبولو لپاره له حکومت نه د پوځي مرستو له ترلاسه کولو وروسته شبرغان ته ولاړ شي، خو تر اوسه ولسمشر غني، د مارشال دوستم غوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی.

د مارشال دوستم ویاند احسان نیرو وايي:«په تمه یوو چې د افغانستان ولسمشر د هېواد شمال ته د مارشال صاحب د اکمال، تجهیز او تلو نېټه ژر تر ژره څرګنده کړي.»

بل خوا یو شمېر سیاستوال د طالبانو  پر وړاندې د جنګېدو لپاره د سیاسي مشرانو له لوري د خلکو چمتو کول اغېزناک ګڼي، خو د ولسي مقاومت لپاره د سم مدیریت د نشتوالي په تړاو اندېښنه څرګندوي.

د افغانستان اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي غړی عبدالحفیظ منصور څرګندوي:«هغه اقدام چې دولت د ولسي پاڅون لپاره د مشرانو د بسیج لپاره په پام کې نیولی، ښه دی، خو باید د هغوی کاري چارګوکاټ باید له سره تعریف کړو، دغه ولسي پاڅون وال باید نوې جنګي لار خپله کړي چې هماغه چریکي جګړه ده.»
  
د هرات والي عبدالصبور قانع هم وايي:«هرات الګو ده. په هرات کې د جمهوریت، امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ لپاره په ټولیزه توګه اجماع شتون لري او دا مورال او انګېزې د پیاوړتیا لامل کېږي. موږ هیله من یوو هغه اجماع چې نن په هرات کې ده په ټول افغانستان کې هم وشي.»

د هېواد له سیاستوالو سره د ولسمشر غني د دوشنبې ورځې په غونډه کې په سیاسي مشرانو پورې د اړوند ولسي ځواکونو د شمېر په تړاو خبرې شوې دي.

سرچینې وايي چې ولسمشر به په راتلوونکو ورځو کې د هېواد د بېلابېلو سیاسي مشرانو سره په جلا جلا توګه وویني

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه