Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بلخ والي: پر مزارشریف ښار د طالبانو بریدونه په شاتمبول شوي

د بلخ والي محمد فرهاد عظیمي وايي چې پر مزارشریف ښار د طالبانو بریدونه په شاتمبول شوي دي. 

نوموړی زیاتوي چې تېره شپه د بلخ ولایت په نهرشاهي او دهدادي ولسوالیو کې د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ سخته درنه جګړه روانه وه؛ خو طالبانو ته له درنې مرګ ژوبلې وروسته دغې ډلې شاتګ وکړ. 

محمدفرهاد عظیمي وایي چې دولتي ځواکونه به پرېنږدي چې طالبان د مزار شریف پر خوا پرمختګ وکړي:«»
 
طالبانو تېره شپه د بلخ ولایت د نهر شاهي ولسوالۍ په لنګرخانه کلي کې د ولسي پاڅونوالو پر پوستې برید وکړ او دغه ځای يې د څو ساعتونو لپاره ونیو.

د بلخ د نهر شاهي ولسوالۍ امنیه قومندان سلطان موسوي هم وویل:«دا ځای دښمن ولکه کړ او د امنیتي ځواکونو له کلک مقاومت او د هوايي او ځمکنیو ګوزارونو وروسته موږ وتوانېدو چې بېرته دغه سیمې ونیسو.»

نهرشاهي مزار شریف ته تر ټولو نژدې ولسوالۍ ده. طالبان د نهرشاهي ولسوالۍ په افغانیه او ترکمنیه ښارګوټو کې هم حضور لري.

د نهر شاهي ولسوال عبدالکبیر شریفي څرګندوي:«موږ ۳۴ کلیومټره لومړۍ کرښه لرو چې ټوله یې زیانمنوونکې ده.»

ولسي پاڅونوالو غړي عبدالواحد د دهدادي ولسوالۍ په لنګرخانې پوسته کې ډېره سخته شپه تېره کړې ده، هغه وايي:«نن شپه پر موږ برید وو، خو طالبانو ته مو ماتې ورکړه.»

د ولسي پاڅونوالو قومندان عبدالقدیر هم زیاتوي:«طالبان په کلیو کې ځای پر ځای کېږي بیا د خلکو په کورونو کې سنګر نیسي چې یوازینۍ ستونزه همدا ده چې د ننه د خلکو په کورونو کې سنګر نیسي.»

دغه کورنۍ د بلخ په دهدادي ولسوالۍ کې د طالبانو له لوري د هاوانونو د توغېدو له امله خپل کور پرېښی دی.

د دهدادي ولسوالۍ د هزارجریب کلي اوسېدونکي وایي چې دا څووم ځل دی چې طالبان په دې ولسوالۍ کې د پوځ مرکز په هاوانونو ولي.
 
د دهدادي ولسوالۍ اوسېدونکی نوید وویل:«ډي سي توپونه د پل امام بکري له خوا د ۲۰۹ شاهین قول ارود پر لوري توغول کېږي او خلک ډېر وارخطا شول او سیمه یې پرېښوده.»

د دې سربېره د بلخ ځينې اوسېدونکي وايی چې په هوايي بریدونو کې ولسي وګړو ته زیان رسېږي.

په تر ټولو تازه پېښه کې، د بلخ ولسوالۍ په سمرقندیانو کلي کې په هوايي برید کې د یوې کورنۍ درې غړي وژل شوي دي.

په بلخ کې تازه جګړو ګڼې کورنۍ بې ځایه کړې دي. ډېری دغه کورنۍ په سختو شرایطو کې ژوند کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه