Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کندهار کې جګړې کابو ۳۰ زره کورنۍ بې ځایه کړي

د هېواد په سوېل کې په لوی کندهار کې د جګړې له امله د بې ځایه شویو کورنیو شمېر کابو ۳۰ زره هغو ته رسېږي.

ډېری بې ځایه شوي د کندهار اوسېدونکي دي؛ خو د فراه، بادغیس او هلمند ولایتونو ځينې بې ځایه شوي هم لیدل کېږي.

ډېری دغه کورنۍ بې ځایه شوې کورنۍ ادعا لري چې طالبانو د هغوی نرینه وژلي او یا هم له ځان سره بیولي دي.

بلخوا طالبان بیا دغه ادعاوې ردوي او دا د حکومت له خوا دسیسه او تبلیغات ګڼي.

د خوړو نشتون، د بسندویه څښاک اوبو نشتون، د سرپناه نشتون او روغتیايي خدمتونو ته نه لاسرسۍ د دغو کورنیو له اصلي ستونزو ګڼل کېږي.

ښځې، سړي او ماشومان په خپلو کلیو کې د طالبانو د حاکمیت کیسې لري. بخت بي بي اوس د ژوند لپاره یوازې همدا ځای لري.
د سږکال د لوی اختر په دویمه د کندهار ښار پر څنډو د طالبانو د بریدونو له امله د نوموړي پنځه اولادونه ووژل شو او اوس د اتلس کسیزې کورنۍ سرپرستې ورلغاړې شوې ده.

د جګړې له امله بې ځایه شوې بخت بي بي څرګندوي:«هېڅ هم نه لرو یوازې غواړم چې له موږ سره مرسته وشي.»

په وروستیو کلونو کې د بلقیس دوه زامن وژل شوي دي او خپله یوازنۍ انګور شکریه یې د یوه زوی له وژل کېدو وروسته خپل بل زوی ته نکاح کړه.

دا وایي، چې شل ورځې وړاندې طالبانو د شپې د دوی پر کور یرغل وکړ، او زوی یې چې آزاد کارو بار یې کاوه، د دې په مخکې ورته په مرمیو وویشت:«ما ورته وویل چې اوس زه بې سرپناه یم، څه وکړم، یوازې همدا یو زوی را ته پاتې دی؛ هغوی وویل چې انګور دې موږ ته نکاح کړه، باور وکړې چې په نیمه شپه کې او په پټه له کوره راوتلې یم.»
 
بلخوا طالبان بیا دغه ادعاوې ردوي.

د کندهار د حاجي کمپ مسوولان وایي چې د کندهار د عامې روغتیا ریاست له لوري هم دغو بې ځایه شویو ته روغتیایي خدمتونه نه دي برابر شوي.

خو دغه رضاکاره ډاکټران د شپې او د ورځې د ناروغانو پر درملنې بوخت دي.
        
ډاکټر سباوون وویل:«دلته په سلګونه امیندوارې ښځې حضور لري او هره شېبه شونې ده چې هغوی زېږون وکړي، خو هغوی ته خدمات نشته چې هغوی روغتون ته ولېږدوي.» 

د شکریې مېړه د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ د یوه ځای ساتونکی و او څلور زره افغانۍ معاش یې درلود، خو دوه ویشت ورځې وړاندې طالبانو بیولی او تر اوسه یې برخلیک څرګند نه دی.
                
د جګړې له امله بې ځایه شوې شکریه وايي:«اوه بچیان لرم. راته وايي چې پلام موږ چېرته دی؟ زه یې پلار له کومه پیدا کړم؟»

طالبانو د دغه بې ځایه شویو ادعاوې ردوي او د دوی ادعاوې د حکومت د استخاباراتو دسیسه او تبلیغات بولي.

د کندهار د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست په دغه ولایت کې د بې ځایه شویو شمېر شل زره تنه ښيي خو د دغه ولایت قومي مشران وايي چې دغه شمېر څه باندې ۳۰ زرو ته رسېږي.

د کندهار له اولسو ولسوالیو نه یوازې تخته پل ولسوالۍ د دولتي ځواکونو په لاس کې ده او د کندهار ښار ځينې برخې هم د طالبانو په ولکه کې دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه