Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هغو ماشومانو ژغورل چې ترهګریزو زده کړو لپاره پاکستان ته بیول کېدل

د افغانستان کشفي او استخباراتي ځواکونو هغه دیارلس ماشومان بېرته هېواد ته ستانه کړي، چې د ترهګریزو فعالیتونو د زده کړې په موخه پاکستان ته بیول کېدل.

د عدليې وزیر وايي، ترهګرو د دیني عالمانو په جامه کې د دغو ماشومانو کورنیو ته د دوکې په ورکولو سره غوښتل، چې دغه ماشومان د بلوچستان خیبر اجیسنۍ ته ولېږدوي.

په همدې حال کې د کډوالو وزارت وايي، اووه شپېته نور ماشومان یې د ایران له پولې را ګرځولي، چې د قاچاقبرانو له لورې ایران ته لېږدول کېدل.

د عدلیې وزیر فضل احمد معنوي وايي:«زموږ هېواد د جګړې په حال کې دی، له بده مرغه د یوه څرنګ یرغل په حالت کې دی؛ کله چې یوه ټولنه د جګړې په حال کې وي، مصیبتونه او ناورینونه یې هم زیاتېږي.»

هغه څه چې د پاکستان په مدرسو کې ماشومانو او تنکیو ځواکونو ته د ترهګریزو فعالیتونو زده کړې ویل کېږي، تل یې اسلام اباد د افغانستان تر نیوکو لاندې راوستی دی.

له دې سره هم هاله د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې ۶۷ نور ماشومان د انسان او کډوالو د قاچاق کوونکو له خوا د ایران له پولو له هېواده بهر ته لېږدول کېدل چې د ایراني پوله ساتو له خوا راستانه کړل شوي دي او افغان امنیتي ځواکونو ته سپارل شوي دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د کډوالیو د تنظیم امر ذبیح الله رحمت زاده څرګندوي:«دوی د زاهدان له لارې، د نیمروز له لارې ایرن ته تلل؛ له نیکه مرغه موږ دوی بېرته ولېږدول او کورنیو ته مو تسلیم کړل.»

ورته مهال، د کورنیو چارو وزارت شمېرې ښيي چې په وروستیو څلورو میاشتو کې د شپږو ښځو او درې ماشومانو په ګډون څه باندې ۷۰ تنه د انسان قاچاق کوونکو له خوا له هېواده بهر ته لېږدول کېدل، د پولیسو له خوا ژغورل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت د انسان له قاچاق سره د مبارزې امر ظاهر فراهي وايي:«جعلي ویزې، د هغه پاسپورټونه چې عکسونه یې بدل کړي، جعلي پاسپورټونه، په ټول کې ورته یې جعلي پېژاند کارټونه جوړ کړي وو او غوښتل یې چې دوی د هوايي ډګرونو له لارې او یا هم له پرانیستو پولو، د قاچاق په توګه ولېږدوي.»

د دوشنبې په ورځ (د زمري په ۱۸مه) د انسان له قاچاق سره د مبارزې عالي کمېسیون غړون، د انسان د قاچاق په هکله د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سږني رپوټ د خپرېدو په هکله غونډه لرله.

 د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دغه رپوټ کې، افغانستان د ۱۷ هغو هېوادونو په منځ کې توانېدلی چې د انسان د قاچاق د مخنیوي لپاره تعیین شوي معیارونه ترسره کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دغو ۱۷ هېوادونو ته ګواښ کړی چې د انسان له قاچاق سره د مبارزې په چاره کې د هڅو نه بشپړتیا، هغوی به له یو لړ بندیزونو سره مخ کړي. 

شریک یي کړئ