Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مارشال دوستم ډاډ ورکوي چې شمال به د طالبانو له شتونه پاک کړي

مارشال عبدالرشید دوستم ډاډ ورکوي چې شمال به د طالبانو له وجوده پاک کړي. نوموړی د طالبانو لاس ته د ډېریو ولسوالیو له لوېدو وروسته مزارشریف ته تللی دی ګواښ کوي چې طالبان به د دوی د پخواني قومندان مولوي فاضل چې له ۲۰۰۱ کال څخه مخکې جګړو کې قومندان وو، له برخلیک سره مخ شي.

نوموړي په دې هکله وویل:«طالبان شمال ته راغلل په لومه کې ولوېدل دا ځل د خدای په هيله له شماله وتل به اسانه کار نه وي لکه ملا فاضل په کوم برخلیک اخته شوی و، دوی به هم په هماغه برخلیک اخته شي.»

بلخوا په داسې یوه وضعیت کې چې، د جوزجان، سرپل او سمنګان ولایتونو مرکزونه د طالبانو لاسته لوېدلي او دغې ډلې مزارشریف ښار ته د دننه کېدو په موخه خپلو بریدونو ته زور ورکړی ولسمشر غني نن بلخ ولایت ته ولاړ.

د ولسمشر د ویاند مرستیال محمود لطیف څرګندوي:«ولسمشر د شمال زون د سترې امنیتي غوندې مشري وکړه او اړندو چارواکو ته لازمې لارښونې وشوې.»

ولسمشر غني په دې سفر کې له مارشال عبدالرشید دوستم، عطامحمد نور، محمد محقق او جمعه خان همدرد سره د تړلو دروازو تر شا وکتل.

د بلخ د ولایتي شورا رییس محمدافضل حدید وویل:«د جګړو په هکله یې وویل چې دوه ډوله جګړه مخته بیایوو، یو د بېرته نیولو عملیات او همدارنګه پارټیزاني جګړې.»

په دې ورځو کې د هېواد په شمالي ولایتونو کې د جګړې لمن ډېره پراخه شوې ده. په شمال کې بلخ او فاریاب دوه هغه ولایتونو دي چې، لا هم مرکزونه یې د افغان حکومت تر کنټرول لاندې دي؛ خو په دې ولایتونو کې هم جګړو زور اخیستی دی.

خو په دې هکله د سیاسي مشرانو پیغام څه دی؟

د جمعیت سلامي د جلا شوې څانګې مشر عطامحمد، نور څرګندوي:«مزارشریف یو سټراټېژيک او مهم ښار دی په هر ډول له دغه ښاره دفاع وشي.»

سرچینې وايي، ښاغلي غني له مارشال دوستم سره ژمنه کړې چې، تر دې وروسته د جګړې همغږي او نظامي برخې له ده سره وي؛ خو ویل کېږي، که چېرې دغه ژمنې عملي شي نو د هېواد د شمالي ولایتونو په امنیتي وضعیت کې به ښه والی راشي.

شریک یي کړئ