Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

'د طالبانو لاس ته د شپږو ښارونو له لوېدو سره زر بندیان تښتېدلي'

د زندانونو د تنظیم اداره وايي، د طالبانو لاس ته د شپږو ښارونو په لوېدو سره زر تنه زندانیان تښتېدلي دي.

دغه اداره ټینګار کوي، وړاندې له دې چې دغه ښارونه د طالبانو لاسته ولوېږي، له زندانونو څخه خطرناکه زندانیان انتقال شوي وو.

خو د هغو اطلاعاتو له مخې، چې طلوع نیوز ته رسېدلي یوازې له کندوز او زرنج څخه نږدې زر تنه زندانیان په تېښته بریالي شوي چې په دې منځ کې ۲۲۰ یې طالبان دي.

د بندخونو د چارو د تنظیم ادارې رسنیو رییس صفي الله جلال‌زی وايي:«د دوی ډېری په مطلقه توګه په جنګي جرمونو، نشه يي توګو قاچاق کوونکي، اختطاف کوونکي او د وسله والو غلاو مجرمین دي.»

خو د هغو اطلاعاتو له مخې چې، طلوع نیوز تر لاسه کړي، یوازې د کندز ښار په بندخونه کې د ۱۳ ښځو او ۳ بهرنیانو په ګډون ۶۳۰ بندیان وو؛ خو د طالبانو له لوري د کندوز ښار له نیول کېدو سره سم، ټول دغه بندیان په تېښته بریالي شوي دي.

په دې بندیانو کې د ۱۵ قومندانانو په ګډون ۱۸۰ طالبان هم وو او د یادو کسانو له منځه ۱۵ یې پر اعدام هم محکوم شوي وو.

ډېری دغه طالبان هم په ورستیو شپږو کلونو کې د دولټي ځواکونو له لوري نیول شوي وو.

په دې بندیانو کې ۲۰۰ قاتلین هم شامل وو چې، پر تېښتې بریالي شوي دي.

د دغو اطلاعاتو له مخې، د کندوز پر بندخونې ۱۴۰ امنیتي مامورینو څارنه کوله او ۱۰۰ کسان یې وسله وال وو.
د کندوز پر بندخونې د طالبانو بریدونه درې پرله پسې ورځې دوام درلود او هغوی د کندوز ښار له ابراهیم خیلو کلي چې، له بند خونې سره نږدې سیمه ده دغه بریدونه کول.په دې بریدونو کې د بندخونې له امنیتي کسانو ۴ یې وژل شوي او ۴ نور یې ټپیان دي.

له دې سره سم، په نیمروز ولایت کې هم سرچینې وايي، د طالبانو لاس ته د زرنج ښار له لوېدو سره سم، د ۴۰ طالبانو په ګډون ۳۵۰ بندیان د دغه ښار له بندخونې تېښتېدلي دي.

له دې ټولو سره سره، د بندخونو چارو د تنظیم اداره وايي، د ټولو تښتېدلو بندیانو دوسیې له دوی سره دي او په وینا یې د یادو ښارونو له نیول کېدو سره سم به دغه بندیان بېرته بندخونو ته راوګرځول شي.

د هغو اطلاعاتو له مخې، چې طلوع نیوز ته رسېدلي یوازې له کندوز او زرنج څخه نږدې زر تنه زندانیان په تېښته بریالي شوي چې په دې منځ کې ۲۲۰ یې طالبان دي.

شریک یي کړئ