Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

دنړۍ له خوا د پاکستان د تحریم لپاره د افغانانو پراخ انلاین کمپیان

په خواله رسنیو کې د پاکستان پر ضد د افغانانو ستر کمپاین چې پنځه ورځې مخکې د افغانستان په هکله د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا غونډې سره هم مهاله «پاکستان دې تحریم شي» هشټک له استفادې سره پیل شو، لاهم دوام لري.

دغه هشټک د امنیتي وضعیت له خرابېدو وروسته لاس په لاس کېږي چې موخه یې د افغانستان روان وضعیت ته د نړۍوالو پام را اړول او پر پاکستان د نړۍ د فشارونو وضع کول دي.

دغه هشتک له هغې ورځې تر اوسه څه باندې ۴۰۰ زره وارې د خواله رسنیو د کاروونکو له لوري کارول شوی دی.

فهیم احمد چې، له څو کلونو راهیسې په خواله رسنیو او په ځانګړې توګه په ټوېټر کې د خپرو شویو اطلاعاتو په اړه څېړنې کوي دا موندلې چې، دغه هشټک له افغانستان وروسته په پاکستان او ځنیو اروپايي هېوادونو کې ډېر کارول شوی او دغه هشتک په ډېرو ژبو په درز کې روان دی.

په خواله رسنیو کې د معلوماتو څېړونکی فهیم احمد یوسفزی څرګندوي:«دغه هشټکونه ټول د رباټونو له خوا نه دي، د اصلي اشخاصو له خوا دي. رباټونه چې هشټک کوي خپلې ځانګړې، ځانګړنې لري یوه له دغو مشخصاتو دا ده چې په ځانګړې ژبې لیکي چې معمولاً یوه له نړۍوالو ژبو څخه دي هغه هشټک چې د پاکستان د تحریم په هکله دي په دري، انګلیسي، پښتو، ترکي او فرانسوي لیکل شوي دي.»

د دغه هشتک یو شمېر کارونکي وايي، هیله مند دي چې، د پاکستان تحریم شي کمپاین د دې لامل شي چې، نړۍواله ټولنه پر پاکستان فشارونه ډېر کړي؛ څو اسلام اباد د افغانستان د جګړې له پایته رسېدو سره په ریښتینې توګه همکاري وکړي.

د کابل اوسېدونکې خالده وايي:«د افغانستان په جګړه کې د طالبانو ټپيانو درملنه په پاکستان کې کېږي، مشران یې په پاکستان کې دي.»

افغان حکومت له کلونو راهیسې پاکستان د طالبانو پر ملاتړ، د دغې ډلې مشرانو ته پر پناه ورکړې، او له افغان حکومت سره پر کړو ژمنو پر نه ولاړېدو تورن کړی دی. خو پاکستان په وار وار له دغې ډلې له خپل ملاتړه انکار کړی دی.

یوه پاکستاني خبریال په خپل ټویټر لیکلي چې، د پاکستان حکومت اړوندو برخو ته لارښوونه کړې چې، دغه هېواد ته د هغو کسانو د ورتګ مخه ونیسي چې، د دوی پر ضد منفي تبلیغ کوي. 

شماری از کاربران این هشتک می‌گویند امیدوار اند کارزار "پاکستان تحریم شود" بتواند جامعۀ جهانی را وا بدارد که فشارهایش را بر پاکستان بیشتر کند تا این کشور، افغانستان را در پایان جنگ کمک کند.

شریک یي کړئ