کندهار، هلمند او اروزګان ولایتونو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.
طالبانو پرون ناوخته د کندهار اوومه حوزه کې مرکزي زندان خپل کنټرول کې کړی او ادعا یې کړې، چې ۱۹ سوه تنه بندیان یې ازاد کړي.
جګړه د کندهار ښار ته رسیدلې او خلک د جګړې زور اخېستو ته سخت په اندېښنه دي.
د کندهار یوه اوسېدونکي صدیق الله ویلي:"یوه وحشتناکه شپه وه. زموږ ماشومانو چې ټلوېزیون کې جګړه لیدلې وه، بېګاه یې مخامخ ولیدله."
د هلمند له امنیې قوماندانۍ امنیتي ځواکونه وتلي او د لښکرګاه لومړۍ حوزه کې ګنې تجارتي ودانۍ نښته کې ویجاړې شوې دي.
د هلمند ولایتي شورا رییس عطاء الله افغان ویلي:"تېره شپه د هلمندهامنیه قومانداني هم طالبانو ونیوله."
بل خوا د تېرو دوو ورځو راهیسې د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې طالبانو لوی بریدونه پیل کړي او ښار ته یې ځانونه رسولي.
د ترینکوټ یوه اوسېدونکي محمد قسیم ویلي:"د ترینکوټ وضعیت ډېر خراب دی. وسلهوال مخالفین ښار ته راننوتي."
په ټول کندهار، هلمند او اروزګان کې یوازې دوه ولسوالۍ د افغان ځواکونو په کنټرول کې دي او ان د دغو درې واړو ولایتونو مرکزونو کې سخته نښته روانه ده.