Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

امریکا افغانستان ته درې زره تنه سرتېري رااستوي

افغانستان کې د امنیتي وضعیت بې‌ساري خرابۍ سره سم، د امریکا متحده ایالتونه افغانستان ته درې زره سرتېري رااستوي، چې له افغانستان نه د امریکایي وګړو او د امریکا د سفارت د ځینو کارکوونکو وتلو کې مرسته وکړي

د امریکا د دفاع وزارت ( پنټاګون ) ویاند جان کربي ویلي، د امریکا د پوځي او سمندري ځواک درې زره تنه سرتېري به د حامد کرزي نړۍوال هوایي ډګر ته ورسېږي.

د نیویارک ټایمز د رپوټ پر بنسټ، د امریکا دفاع وزارت دا درې زره سرتېري ځکه افغانستان ته استوي، چې له افغانستانه د امریکایي وګړو خروج خوندي وي – او دا په داسې حال کې چې د جوبایډن حکومت په دې نظر دی، چې کېدای شي پلازمېنه په ۳۰ ورځو کې د طالبانو لاس ته ولوېږي.

ظاهراً په ځینو سیمو کې د طالبانو د تمې خلاف پرمختګ، د امریکا دفاع وزارت په دې فکر کې کړی، چې له افغانستان نه د خپلو وګړو ایستل چټک کړي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي ویلي:"دا ځواکونه د دې لپاره افغانستان ته ځي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د غوښتنې پر بنسټ، هغه ملکي پرسونل چې اړیتا ورته نه‌شته، خوندي له افغانستان نه اخرج شي."

نوموړي ویلي، چې امریکا د ځانګړې کډوالۍ غوښتنې او د افغان ژباړونکو او د امریکا نورو افغان همکارانو د لېږد بهیر به چټک شي.

ښاغلي کربي دا هم ویلي:"موږ تمه لرو، چې راتلونکو څو اوونیو کې به افغانستان کي ملکي حضور راکم کړو."

د پینټاګون ویاند ویلي، د امریکا حکومت به د افغانستان له حکومت او خلکو سره ډېپلوماټیکو اړیکو ته دوام ورکوي.

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکین او د دفاع وزیر لوېډ اسټین بېګاه له ولسمشر غني سره په ټیلیفون خبرې کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي:"د امریکا متحده ایالتونه افغانستان سره د ټیکاو او امنیت لپاره همکاري روانه ساتي، چې اوس په‌کې تاوتریخوالی دی."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه بیان کې دا هم ویلي، چې بلکنین او اسټین ولسمشر غني سره خبرو کې ویلي:"ولسمشر غني ته وویل شول، چې د افغانستان ترینګلي امنیتي وضعیت ته په کتو، امریکا په کابل کې ملکي حضور کموي او امریکا ته د کډوالۍ ځانګړو ویزو لړۍ چټکوي."

د امریکا د دفاع وزارت ویاند وایي، د امریکا د پوځي او سمندري ځواک درې زره تنه سرتېري به د حامد کرزي نړۍوال هوایي ډګر ته ورسېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه