Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

'افغانستان کې د طالبانو د بریدونو په غندولو د ملگروملتونو بحثونه'

د رویټرز خبري اژانس د ځینو د ډېپلوماټانو په حواله نن (جمعه د زمري په ۲۲ مه) رپوټ خپور کړی، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر یوه بیان کار کوي، چې په‌کې به پر ښارونو د طالبانو بریدونه وغندي، ځکه چې ملکي خلکو ته مرګ‌ژوبله اوښتې. دغه راز هغو چارو ته به د بندیزونو خبرداری ورکړی، چې افغانستان کې د سولې او ټیکاو اقدامات ګواښي.

رویټرز ته د ناروې او اسټونیا یو بیان ته رسیدلی، چې باید ۱۵ هېوادونه پرې توافق وکړي.

د رویټرز د رپوټ پر بنسټ، په دغه بیان کې راغلي چې:"ملګري ملتونه په کلکه د افغانستان اسلامي امارت په رسیمت نه پېژني او هر هغه دولت چې په زور افغانستان کې جوړ شي، ملګري ملتونه ترې ملاتړ نه کوي او نه به یې وکړي."

په همدې حال کې د ملي مصالحې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله پرون ویلي، چې دوحه کې نړۍواله غونډه کې ګډونوالو توافق وکړ، چې د افغان سولې د بهیر چټکېدو ته اړتیا ده.

ښاغلي عبدالله ویلي، چې "د سیمې او نړۍ د هېوادونو ځانګړو استازو او تروېکا غونډې غړو دوحه کې خپلو غونډه کې په څرګنده وویل، چې د افغانستان شخړه نظامي حل لار نه‌لري او دوی به د زور په مټ جوړ حکومت په رسمیت و نه پېژني."

بل‌خوا افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چې دوحه کې د افغان مذاکراتي ډلو سره دوو ورځو بحثونو او مشورو نه وروسته، قطر د سمبالوونکي په توګه د سیمې او نړۍ هېوادونو په استازیتوب یو بیان خپور کړ.

ښاغلي خلیلزاد ویلي:"موږ پر ښارونو د بریدونو سملاسي بندولو غوښتنه کوو. موږ د سیاسي حل غوښتونکي یوو او خبرداری ورکوو، هغه دولت چې په زور وتپل شي، رد شوی حکومت به وي."

د ملي مصالحې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله وایي، چې دوحه کې نړۍواله غونډه کې ګډونوالو توافق وکړ، چې د افغان سولې د بهیر چټکېدو ته اړتیا ده.

Thumbnail

د رویټرز خبري اژانس د ځینو د ډېپلوماټانو په حواله نن (جمعه د زمري په ۲۲ مه) رپوټ خپور کړی، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر یوه بیان کار کوي، چې په‌کې به پر ښارونو د طالبانو بریدونه وغندي، ځکه چې ملکي خلکو ته مرګ‌ژوبله اوښتې. دغه راز هغو چارو ته به د بندیزونو خبرداری ورکړی، چې افغانستان کې د سولې او ټیکاو اقدامات ګواښي.

رویټرز ته د ناروې او اسټونیا یو بیان ته رسیدلی، چې باید ۱۵ هېوادونه پرې توافق وکړي.

د رویټرز د رپوټ پر بنسټ، په دغه بیان کې راغلي چې:"ملګري ملتونه په کلکه د افغانستان اسلامي امارت په رسیمت نه پېژني او هر هغه دولت چې په زور افغانستان کې جوړ شي، ملګري ملتونه ترې ملاتړ نه کوي او نه به یې وکړي."

په همدې حال کې د ملي مصالحې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله پرون ویلي، چې دوحه کې نړۍواله غونډه کې ګډونوالو توافق وکړ، چې د افغان سولې د بهیر چټکېدو ته اړتیا ده.

ښاغلي عبدالله ویلي، چې "د سیمې او نړۍ د هېوادونو ځانګړو استازو او تروېکا غونډې غړو دوحه کې خپلو غونډه کې په څرګنده وویل، چې د افغانستان شخړه نظامي حل لار نه‌لري او دوی به د زور په مټ جوړ حکومت په رسمیت و نه پېژني."

بل‌خوا افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چې دوحه کې د افغان مذاکراتي ډلو سره دوو ورځو بحثونو او مشورو نه وروسته، قطر د سمبالوونکي په توګه د سیمې او نړۍ هېوادونو په استازیتوب یو بیان خپور کړ.

ښاغلي خلیلزاد ویلي:"موږ پر ښارونو د بریدونو سملاسي بندولو غوښتنه کوو. موږ د سیاسي حل غوښتونکي یوو او خبرداری ورکوو، هغه دولت چې په زور وتپل شي، رد شوی حکومت به وي."

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه