Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د دوحې غونډه کې د افغان سولې بهیر په چټکوالي توافق شوی

د ملي مصالحې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله چې په دغه غونډه کې یې ګډون کړی وایي، د غونډې ګډونوالو ویلي، افغانستان کې په زور حاکمېدونکی حکومت په رسمیت نه پېژني او افغانستان کې د تاوتریخوالي د سملاسي بندولو غوښتنه کوي.

ښاغلي عبدالله ویلي" د سیمې او نړۍ د هېوادونو ځانګړو استازو او تروېکا غونډې غړو دوحه کې خپلو غونډه کې په څرګنده وویل، چې د افغانستان شخړه نظامي حل لار نه‌لري او دوی به د زور په مټ جوړ حکومت په رسمیت و نه پېژني."

د دغې غونډ خپور شوي بیان کې، افغانستان کې د جګړې دواړو غاړو نه غوښتل شوي، چې د باور جوړونې او د هڅو چټکولو لپاره دې ګامونه واخلي، چې سیاسي حل او هر اړخیز اوربند ته لار برابره شي. دا راز، د ولایتونو پر مرکزونو دې بریدونو سملاسي بند شي.

د غونډې ګډونوالو ویلي، افغانستان کې په زور حاکمېدونکی حکومت په رسمیت نه پېژني.

هغوی په افغانستان کې د مخ په زیاتېدونکي تاوتریخوالي په دوام اندېښنه ښودلې، چې ملکي کسان په کې قرباني شوي او کېږي – همداشان بشري حقونه نقض شوي.

دوحه کې د افغان سولې ګډونوالو ژمنه کړې، چې د افغان کشالې د دواړو غاړو تر مذاکراتو وروسته، د افغانستان بیارغاونه کې مرسته کوي.

دوحه کې پر افغان سوله د ترسره شوې غونډې ګډونوالو ویلي، افغانستان کې په زور حاکمېدونکی حکومت په رسمیت نه پېژني.

Thumbnail

د ملي مصالحې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله چې په دغه غونډه کې یې ګډون کړی وایي، د غونډې ګډونوالو ویلي، افغانستان کې په زور حاکمېدونکی حکومت په رسمیت نه پېژني او افغانستان کې د تاوتریخوالي د سملاسي بندولو غوښتنه کوي.

ښاغلي عبدالله ویلي" د سیمې او نړۍ د هېوادونو ځانګړو استازو او تروېکا غونډې غړو دوحه کې خپلو غونډه کې په څرګنده وویل، چې د افغانستان شخړه نظامي حل لار نه‌لري او دوی به د زور په مټ جوړ حکومت په رسمیت و نه پېژني."

د دغې غونډ خپور شوي بیان کې، افغانستان کې د جګړې دواړو غاړو نه غوښتل شوي، چې د باور جوړونې او د هڅو چټکولو لپاره دې ګامونه واخلي، چې سیاسي حل او هر اړخیز اوربند ته لار برابره شي. دا راز، د ولایتونو پر مرکزونو دې بریدونو سملاسي بند شي.

د غونډې ګډونوالو ویلي، افغانستان کې په زور حاکمېدونکی حکومت په رسمیت نه پېژني.

هغوی په افغانستان کې د مخ په زیاتېدونکي تاوتریخوالي په دوام اندېښنه ښودلې، چې ملکي کسان په کې قرباني شوي او کېږي – همداشان بشري حقونه نقض شوي.

دوحه کې د افغان سولې ګډونوالو ژمنه کړې، چې د افغان کشالې د دواړو غاړو تر مذاکراتو وروسته، د افغانستان بیارغاونه کې مرسته کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه