Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هرات کې وروستیو نښتو کې ۱۸ تنه ملکي کسان وژل شوي

هرات کې  د وروستیو دوو اوونیو نښتو کې ۱۸ تنه ملکي کسان وژل شوي او نژدې ۲۶۰ تنه ټپیان دي.

دا ورځې د هرات حوزوي روغتون ته وروړونکي کسان ټول د جګړې وژل او ټپیان دي.

ځينو ټپیانو ویلي، جګړه کې یې د کورنۍ غړي وژل وي او کورونه یې ویجاړ شوي.

د هرات یو اوسېدونکی عبدالستار دوه ورځې وړاندې د هرات لوېدیځ کې خپل کور ته نژدې، د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې پر مهال ټپي شوی او کور یې هم ویجاړ شوی.

د هرات یوه اوسېدونکي عبدالستار ویلي:"یو دلته ولګېد، یو هلته او یو مې له څنګل تېر شو. بل ورور مې هم وو او پښه یې ژوبله شوه."

هرات کې د تېرو دوو اوونیو جګړې په ترڅ کې ۲۶۰ تنه ملکي ټپیان شوي، چې له منځه یې ۳۱ تنه ماشومان او ۲۴ تنه ښځې دي.

د هرات د حوزوي روغتون سرطبیب محمد عارف جلالي ویلي:"دې وروستیو ورځو کې ډېر راوړل شوي داسې کسان وو، چې په راکیټونو لګېدلي وو. ګڼ کسان ملکیان دي."

یوه دیني عالم مولوي عبدالهادي وثیقي ویلي:"کله چې جګړه وي، نو ناامنۍ او ویجاړي ورسره وي."

هېواد کې وروستیو نښتو کې د تېرو کلونو په شان ملکي کسانو ته مرګ‌ژوبلې اوښتې/ اوړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه