Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ملگرو ملتونو سرمُنشي د طالبانو د بریدونو سملاسي بندول غوښتي

د ملګرو ملتونو سرمُنشي انتونیو ګوتیرش پرون (جمعه د زمري په ۲۲ مه) پر طالبانو غږ کړی، چې سملاسي دې بریدونه بند کړي او په زور واک ته رسېدل دې هېر کړي.

ښاغلي ګوتیرش ویلي:"زه ټولو لوریو ته وایم، چې د ملکيانو د خوندیتوب ژمنه دې نه هېروي او له طالبانو غواړم، چې سملاسي دې بریدونه بند کړي او د سولې د خبرو مېز ته دې کېني."

ښاغلي ګوتیرش دا هم ویلي: "افغانستان له کنټرول نه وتلی. هره ورځ جګړه ده – ملکیانو او په ځانګړې توګه ښځو او ماشومانو ته مر‌ګ‌ژوبله اوړي."

د ملګرو ملتونو سرمُنشي ویلي، یوازې تېره یوه میاشت کې، په هلمند، کندهار او هرات کې ۱۰۰۰ تنه ملکي کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې.

د ملګرو ملتونو سرمُنشي ویلي، د دوی اندېښنه دې ته ده، چې په لومړي سر کې طالبانو بشري حقونه خورا محدود کړي دي.

نوموړي ویلي، د ښځو حقونه چې په سختۍ ترلاسه شوي، اوس یې نقض خورا بوږنوونکې چاره ده.

د ملګرو ملتونو د سرمُنشي په وینا "هغوی چې جګړه کوي، د نړۍوالې ټولنې پیغام ورته واضح دی او هغه دا چې په زور حاکمېدل رد دي."

د انتونیو ګوتیرش په خبره "جګړه دې همدا شېبه بنده شي، همدا شېبه دې مذاکرات پیل شي. اوس په افغانستان کې د اوږدې کورنۍ جګړې د مخنیوي وخت دی."

دا هر څه داسې مهال دي، چې طالبانو په وروستیو ۲۴ ساعتونو کې د کندهار او هرات په ګډون ۸ ښارونه خپل کنټرول کې راوستي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه