Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د القاعده شبکې بېرته راستنېدو په اړه د برېټانیې دفاع وزیر اندېښنې

په افغانستان کې د جګړې د زیاتوالي او د طالبانو لاس ته د ډېریو ولایتونو د مرکزونو له لوېدو سره، د برېټانیې دفاع وزیر اندېښنه څرګندوي چې له دغه وضعیت سره هم مهاله، د القاعده شبکې جنګیالي به یوځل بیا افغانستان ته راستانه شي.
   
بن والاس ټينګار کوي چې القدعده په افغانستان د خپل حضور لپاره د دغه هېاد له څو برخو کار واخلي:«زه په بشپړ ډول اندېښمن یم چې له ماتې سره مخ شوي دولتونه د دغه راز کسانو د ودې لامل دي. البته زه اندېښمن یم، همدا لامل دی چې زه احساسوم چې اوس د پرېکړې کولو لپاره مناسب وخت نه دی، ځکه القاعده به بیا راستنه شي. په ډاډ سره ویلای شم چې هغوی د خپلې ودې لپاره له څو ځایونو ګټه پورته کوي. دا هغه څه دي چې موږ یې ګوور. ناکام هېوادونه په ټوله نړۍ کې د بې ثباتۍ لامل کېږي، زموږ او زموږ د ګټو لپاره د ګواښ لامل کېږي موږ په دې برخه کې ډېر څرګند دریځ لرو.»

د بریتانا دفاع وزیر زیاتوي چې له افغانستانه د ایتلافي ځواکونو وتلو ډېرې سټراټېژیکې ستونزې رامنځته کړې دي او نړۍوال ترهګر فعاله کولای شي.
 
نوموړي زیاته کړه:«زه فکر کوم هغه معامله چې په دوحه کې وشوه، یوه فاسده معامله وه، ځکه هغه څه چې هلته په څرګنده توګه ورته اشاره شوې وه، دا وو چې طالبان د جګړې له لارې نه بریالي کېږي. خو اوس د بریالي کېدو په حال کې دي او دا کار د افغان حکومت د کمزوري کېدو لامل شوی دی او اوس مهال موږ په داسې حالت کې یو چې طالبان په څرګنده توګه لیدل کېږي چې په سیاسي بهیر کې د کار پرځای په ټول افغانسان کې د خپلو فعالیتونو پراختیا ته دوام ورکوي.

له افغانستانه په رسمي توګه د امریکایي ځواکونو د وتلو په پېلېدو سره په افغانستان کې د القاعدې د حضور په تړاو اندېښنې زیاتې شوې دي، خو طالبان وایي چې دغه ډله اجازه نه ورکوي چې بهرنۍ ډلې د نورو هېوادونو پر وړاندې د افغانستان له خاورې کار واخلي.

دا په داسې حال کې ده چې له افغانستانه د بهرنو ځواکونو له بشپړو وتلو وروسته، طالبانو د درې میاشتو په لړ کې د ۲۱ ولایتونو مرکزونه او څه باندې ۲۰۰ ولسوالۍ نیولې دي.

شریک یي کړئ